کور / راپور / د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزوني کمېټه وايي : د افغانستان د پوهني وزارت په پراخه کچه په فساد کي ککړ دی

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزوني کمېټه وايي : د افغانستان د پوهني وزارت په پراخه کچه په فساد کي ککړ دی

دافغانستان د پوهني وزارت اړوند د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزوني کمېټې MEC  په خپل يو تازه راپور کي وايي چي د افغانستان د پوهني وزارت په پراخه کچه په فساد کي ککړ دی. د راپور له مخي د ياد وزارت  د ښوونکو د ګومارني پروسه د ټګۍ برګۍ ډکه ده او ښوونکي د بډو اخستلو، خپلوۍ، واسطو او شخصي اړيکو پر بنسټ ګومارل کيږي.

دغه کمېټه چي د پوهني وزارت پر ۳۶ ډوله فسادونو ئې ارزونه او څارنه کړې ده دې نتېجې ته رسېدلې ده چي ترټولو زيات فساد ښوونځيو ته د استادانو د ګومارني په پروسه کي دي.او په دې اړوند ئې دا راپور چمتو کړی چي د همدې فساد له امله د ۷۵ سلني فارغه استادانو د استخدام مخه نيول سوې ده.

په راپور کي راغلي: د هيواد په کچه ښوونکي د وړتيا پرځای د اغېز، خپلوۍ، پالني يا نيپوټيزم او بډو پر بنسټ ګومارل کيږي، د ښوونکو لويه برخه چي د ښوونکو د روزني د مرکزونو شاو خوا ۷۵ سلنه فارغان هم پکي راځي، ترډېره د اداري فساد له امله د دندو په ترلاسه کولو نه توانيږي.

ياده کمېټه وايي د ښوونکو د ازمويني په بهير کي د شفافيت نه شتون، د ښوونکي د دندي د ترلاسه کولو لپاره د پيسو ورکول، خپلوي پالل، شخصي اړيکي، د تقاعد د مودې د اوږدولو لپاره پيسې ورکول  هغه عمده لاملونه دي چي د پوهني وزارت ئې په فساد ککړ کړی دی.