کور / راپور / د طالبانو سره بندي امريکايي د زړه له ناروغۍ کړيږي

د طالبانو سره بندي امريکايي د زړه له ناروغۍ کړيږي

 

طالبانو په يوه اعلاميه کي ويلي چي د دوی سره بندي امريکايي د زړه په خطرناکه ناروغۍ اخته دی.

يو کال وړاندي په کابل کي د امريکايي پوهنتون دوه بهرني ښوونکي وتښتول سول چي وروسته ئې طالبانو پړه ومنل او اوس ددوی سره بنديان دي. له يادو ښوونکو څخه يو تن امريکايي استاد کيون کينګ دی چي اوسمهال د زړه په ناروغۍ اخته دی.

د طالبانولخوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي نوموړی د زړه د ناروغۍ ترڅنګ د پښتورګو څخه هم رنځ ګالي.

د طالبانو په خبره د نوموړي امريکايي درملنه ئې کړې خو څرنګه چي دوی په جنګي وضعيت کي دي ځکه نو بشپړو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري، په اعلاميه کي دا هم ويل سوي چي د ناروغ امريکايي روغتيايي حالت د اندېښنې دی او اوس د پښو پاړسوب هم ورته پيدا سوی دی.

د طالبانو په وينا که چيري امريکايي چارواکي د ياد بندي په خوشي کولو کي د طالبانو غوښتني ونه مني نو د استاد کيون کينګ د ناروغۍ له امله د هغه د مړيني مسؤوليت د طالبانو پرغاړه نه دی.