کور / راپور / امريکايي استخباراتو د اسامه بن لادن نوي اسناد خپاره کړي دي

امريکايي استخباراتو د اسامه بن لادن نوي اسناد خپاره کړي دي

د امريکا مرکزي استخباراتو (سي آی اې) پرون د اسامه بن لادن اړوند اسناد خپاره کړه، دا اسناد امريکايانو د اسامه له کوره هغه وخت ترلاسه کړه کله چي امريکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کي د پاکستان په ايبټ اباد کي د اسامه پر کور حمله وکړه . په دغه اسنادو کي د اسامه شخصي ياداښتونه، ږغيز او انځوريز ريکارډونه او همدا رنګه په ايران کي د اسامه د زوی حمزه د واده د مراسمو عکاسي شاملي دي.  

سي آی اې په يو بيان خپور کړی چي په وينا ئې په ۲۰۱۱ کال کي د پاکستان په ايبټ اباد کي د اسامه له کوره  د ترلاسه سويو فايلونو شاوخوا ۴۷۰ زره فايلونه عامو خلګو ته وړاندي کيږي.


  د استخباراتو مدير مايک بومبيو ددې مالوماتو د خپرولو امر ورکړی دی.

په بيان کي دا هم ويل سوي چي په يادو مالوماتو کي ۷۹ زره ږغير او۱۰ زره انځوريز فايلونه دي، همدارنګه  ۱۸ زره د اسامه شخصي ورځني ياداښتونه هم پکي شامل دي.

راپور زياتوي چي په دغه اسنادو کي داسي اسناد هم سته چي القاعده د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱ پېښه لمانځي، همدارنګه القاعده کوښښ کوي چي نړيوالو ته د عربي پسرلي انځور سم وړاندي کړي او د يو نړيوال جهاد په بڼه ئې وښيي، همدا ډول په اسنادو کي دا ښودل سوې چي اسامه د تکتيک، مذهبي او ديني اختلافاتو سره سره د خپلو پلويانو ترمنځ د يووالي ساتلو لپاره ډېره هڅه کوي.

د چارواکو په وينا په هغه کمپوټر کي چي د اسامه له کوره ترلاسه سوی پکي ځيني د هاليووډ فلمونه، د ماشومانو کارټونونه او همدا راز د اسامه اړوند درې ډاکمنټرياني موجودي وې.

په اسنادو کي داسي وېډيو هم سته چي په ايران کي د اسامه د زوی حمزه د واده مراسم پکي ثبت سوي دي، دغه وېډيو ګڼي پوښتني را ولاړي کړي  چي ايا ايران په رشتيا هم د القاعده او نورو جنګياليو سره مرسته کوي که څنګه.

خو په يادو اسنادو کي داسي سندونه هم سته چي اسامه د ايران مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي ته يو پېغام لېږلی او د خپلو پلويانو د خوشي کولو غوښتنه ئې پکي کړې.