کور / تازه خبرونه / عطاجان حقبیان:د زابل په څلورو ولسوالیو کې بهرني جنګیالي ځای پر ځای سوي

عطاجان حقبیان:د زابل په څلورو ولسوالیو کې بهرني جنګیالي ځای پر ځای سوي

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان د دې ولایت د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنه ښيي او وایي چې د داعش او القاعده په شمول د زابل په څلورو ولسوالیو کې بهرني جنګیالي ځای پر ځای سوي

په زابل ولایت کې د داعش د فعالیتونو په تړاو تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره سوي وو، خو تازه د داعش او القاعده په ګډون د نورو بهرنیو جنګیالیو د حضور په تړاو اندېښنې زیاتې سوې دي

.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان لراوبرخبری ویب پانې ته وویل چې تازه د دې ولایت په څلورو ولسوالیو نوبهار، دای چوپان، خاک افغان او ارغنداب کې بهرني جنګیالي ځای پر ځای سوي دي

نوموړى زياتوي چې زابل ته د ډیورنډ کرښې له هغې خوا جنګیالي را اوړي او که حکومت دې ولایت ته اضافي سرتېري ونه لېږي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوستې جوړې نه کړي، نو زابل به د بهرنیو جنګیالیو په مرکز بدل او نور سویلي ولایتونه به هم ناامنه سي.

د زابل په څلورو ولسوالیو کې د داعش او القاعده په شمول د بهرنیو جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو په تړاو د ولایتي شورا اندېښنې داسې وخت دي چې تر دې مخکې هم د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش جنګیالیو د کورنیو د ځای پر ځای کېدو راپورونه خپاره سوي و

خبریال: صدیق الله پوپل