کور / سياسي / ښاغلی گلزار د( ای ايس ای) د دسيسو قرباني دی

ښاغلی گلزار د( ای ايس ای) د دسيسو قرباني دی

له ولسمشره د هيواد دځوانانو ،مشرانو، عالمانو ، روشنفکرانو ، سياسيونو ،او فرهنګيانو غوښتنه :

په سياسي چارو کي د ولسمشر ارشد سلاکار داود ګلزار، له ولسونو سره د نږدې و رغنده اړيکو او د خپل باظرفيته شخصيت په اساس، په ډير کم عمر کي د ډيرو زياتو لاسته راوړنو او ستاينو شاهد سوی دی؛ نوموړي يو ځل په زابل کي د ولايتې شوار د غړي په صفت، بيا په انتخاباتو کي ولسمشر غني ته د کمپاين کولو پر مهال او وروسته د ولسمشر د ارشد سلاکار په توګه خپلې ټولې دندې پرته له ونډې غوښتلو او ونډې ورکولو په داسي ډول سره تر سره کړي دي، چي له امله يې د ولسونو په منځ کي د ځانګړي ارزښت و درنښت وړ ګرځيدلی دی.

کله چي د ولسمشر ارشد سلاکار وټاکل سو، نو په ډير کم وخت کي د ولسمشر له لوري پرلپسې د څو ملي و اساسي مسايلو د څېړلو په موخه د هيئت په توګه وګمارل سو او ده هم د خپل هميشنې عادت له مخې په ډير دقت سره ددې مسايلو علمي و منطقي حللاري وړاندي کړلي .

چي ترټولو يي مهمه دکندهار دولايت دوالي پر ميلمستون باندي دخونړي حملي همه جانبه ځيړل ووچي بالاخره دپاکستان د ( اي اس اي ) لاس لرل په کي بربنډ شو ل چي دي څيړني دښاغلي گلزار په باب دپنجاب قهر را وپاره ول ، او دنوموړي په باب دهيڅ نوع توطيو او دسيسو څخه لاس نه اخلي .

ګلزار نه يواز دا چي د ولسمشر د ستر سياسي سلاکار په توګه په هر ډګر کي ځليدلی، بلکي تر څنګ يې د خپلو مدني و اساسي حقوقو په لرلو سره د هيواد او لوى کندهار په کچه په مهمو سياسي، فرهنګي او ټولنيزو مسايلو کي هم رغنده رول لوبولی دی.

کله چي ګلزار په دې ورستيو کي، د لوى کندهار، لويې پکتيا ، لوى ننګرهار، مزارشريف، هرات، کابل او ترکيې په کچه سياسي جريان پيل کړ، نو دی د ډيرو لوړپوړو و ټيټ پوړو چارواکو د سترګو خار وګرځيدی او دده پر وړاندې يې د توطيو په جوړولو لاس پوري کړ؛ دا چي د هيواد په کچه دده د سياسي جريان راپيلول ښه دی او که بد، هغه بېله خبره ده، خو يو څه ډير واضح دي، هغه دا چي مدني و سياسي مبارزه د هر چا شخصي حق دی او د هر چا په شمول ښاغلی ګلزار هم د همدې مدني و سياسي حق څخه برخمن کيدلای سي.

په دې ورستيو کي چي کله د ګلزار سياسي مبارزي رنګ راوړ او د امريکا متحدو ايالاتو، اروپايې ټولني او يوناما له سفيرانو او استازو سره يې ليدني و کتني او سلا و مشهوري پيل کړي، نو په نظام کي ځيني سياسي کړيو او سړيو خپلو تخريبې کړنو ته زور ورکړ چي په پايله کي يې دده، د دندې د ځنډولو پريکړه وسوه؛ که څه هم د ګلزار د دندې ځنډيدلو پريکړه د لوی کندهار د ځوانانو د ټولني په شمول، د بيلابيلو مدني و سياسي جريانونو او اشخاصو له پټ و ښکاره عکس العمل سره مخ کيدونکي وه، خو د مخنيوي لامل يې يوازي و يوازي ښاغلی ګلزار وو؛ ګلزاره په ډاګه ويل چي که څه هم زما د دندې د ځنډېدلو پريکړه سوي ده، خو ما ولسمشر ته کمپاين کړی، ولسمشر مې مشر و، مشر مې دی او مشر به مې وي!

اوس له ولسمشر او عدلي و قضايې ارګانونو څخه د درست هيواد دمشرانو، ځوانانو، سياسينو، فرهنګيانو او ځوانانو هيله او غوښتنه داده چي د ګلزار په قضيې کي دې له هر اړخېزي څېړني وروسته يوه داسي ټولمنلې پريکړه وکړي چي په هغې سره د ټولو ولسونو قناعت حاصل سي.