کور / د ډيورنډ کرښه / ډیورند کرښه واحد ملت بيلوي!

ډیورند کرښه واحد ملت بيلوي!

غلام مصطفی بیدار

په ورستیو کی د دښمن حرکات د ډیورند کرښی په اوږدو کی او د افغان لاسپوڅی غیر مشروع او غیرقانونی تقلبی ملی وحشت حکومت چوپتیا د زغم وړ نده ، ډیورند کرښه د استعمار هغه شوم پلان وو چی یو عظیم ملت یی په دوه حصو ویشلی، دا زخم واحد ملت بیلوی، آزاد پښتونستان و آزاد بلوچستان د پښتون او بلوڅو ملی، نړیوال، حقوقی، شرعی او قانونی حق ده، مونږ له آمو تراباسینه (اټک، جهیلم اومارګلی) پوری واحد ملت او واحده جغرافیا بولو، او د افغان ملت ددی واحدی جغرافیا ځمکنی بشپړتیا، ملی واکمنی، ملی یووالی ته هر راز تجزیه، ویشل او استعماری کرښو ته رسمیت ورکول له ملت سره جفا او ملی خیانت بولو.

افغان ولس په تیره پښتنو او بلوچو دا د استعمار کرښه پرون هم نده منلی، نن یی هم نه منی او سبا یی هم دریځ همدا ده، لراوبر افغان ولس به د خپل خپلواکی لپاره برحقی مبارزی ته دوام ورکوی اوهر دښمن د سرپه کاسه کی به وینی څکی.

داچه د انګریز سفارت سفیر غیرمسؤلانه څرګندونو مطلب څه ده؟ بیله خبره ده خو د افغان منحوس کرغیړن او وحشی تپل شوی تقلبی او غیر قانونی غیر مشروع چوپتیا ډیر سوالونه را پورته کوی، آیا مونږ بهرنیو چارو وزارت لرو؟ ایا مونږ آزادی رسنی لرو، آیا مونږ سیاسی احزاب او ملی مشران لرو؟ آیا مونږ حکومت او ملی امنیت اوملی امنیت شوری لرو؟ آیا مونږ په نړیواله کچه سفیران اوپه ملل متحد کی استازی لرو؟

د انګلستان سفارت ښاغلی سفیرته زما مشورت داده چی تاریخ ولوله، د افغان او انګریز دری جګړی راپه یاد کړه، د وزیراکبرخان ځامن لا تراوسه ژوندی دی، غازی امان الله خان خپلواکی هڅه لا تراوسه دوام لری، د ناتو او امریکا په حضور کی ستا څلورمه ماته په هلمند کی هم درپه یاد کړه، دښمنی پریږده  او دوستی لاس راسره راکړه، پاکستان (پنجاب) نن، سبا، بل سبا، لس کاله وروسته د تجزیی په مخ روان ده، یوازی حکومت لری، خلک اوخاوره یی زما ملکیت ده او زه یی له یو انچ نه تیریږم، زما طرف د معاملی برتانیوی هند وو او ته یی چی اوس دواړو ته ددوستی لاس درکوو ، دښمنی ضرب شصت مو لیدلی او مګناټن تاریخ یو ځل بیا ولوله، جعلی سندونه، کاغذی امضاګانی، اغزن تارونه، ډ ټانک په زور درول شوی دروازی، راکتونه، دیوال او خندقونه، خایین مشران، جعلی اوتقلبی حکومتونه، نامشروع، ناقانونه پارلمان، خایین ارګ مشر، ناکاره ملی امنیت اداره نشی کولای د یو عظیم ملت سرنوشت وتاکی او په سر یی لوبی وکړی.

دلته یو عظیم ملت پروت ده چی نه څه هیروی، نه څه بخښې اونه له څه تیریږی، تراټک او ګوادره به ددښمن هرپوځی عسکر وژنو، ددښمن هربیرغ په را نسکورو، او ترهغه به مبارزه کووچی ترڅو ۱۲۰ میلیونه انسانان خپلواک نکړو، زما مشورت انګریز سفیر اوداسی ورته غیر مسؤله غیر منطقی اشخاصو ته داده چی تاریخ ولولی، حتی د ملل متحد نړیوال قوانینو ته مراجعه وکړی بیا زما د کور او بچیانو د ویشلو فیصلی اورسمی کیدلو ناکامه هڅه کوی.

کنه د ۱۲۰ میلیونه انسانانو د هوسا ژوند لپاره ۵ میلیونه نور هم قربانی کولو ته آماده یو، او خپلو مبارزینو ته هدایت ورکوو چی خپلو ښځو سره نن بیا کور واله وکړی ، په وژلو نه ورکیږو، هڅی هم پښتو د زندان اوګورستان ژبه ده، نه په بند کی اچولو نه هم په وژلو ورکیږو.

ترهغه چی په اټک اوګوادر باندی افغان ملی پوځ، ملی بیرغ (تور، سور، شین) ونه رپووو ترهغه به مبارزه کوو، لراوبر یوافغان.

له آمو تراباسینه

له سیحونه تر جیحونه

له پامیره ترګوادره

له مشهده تراټکه ترمارګلی د افغان بچی خاوره او اوسیدونکی یی افغانان دی.

اشرف غنی، معصوم ستانکزی، حنیف اتمر، عبدا… بهرینو چارو وزیر، په ملل متحد کی د افغان ولس اشغال شوی چوکی  د انګریز د جاسوس لخوا ټول خاینین، جواسیس دی متوجه اوسی، مونږ ستاسو چوپتیا، دښمن حرکاتو نه مخنیوی او جاسوسی، خیانت هر قدم ته متوجه یو  ، که بل څه نشی کولای هغه د پښتو متل ده چی وایی که پسته سپیه که غاپی نه لکی چنګه وړه، که تاسو ته د دری متل صدق کوی چی پیش جانانه یی من دانه وپندانه یکیست؟!!!

دناقانونه تقلبی پارلمان او نامشروع تقلبی تحمیلی د جان کیری په واسطه جوړ شوی چاپلوس حکومت کړنی، فیصلی اوامضا ګانی په خپل ذات کی نامشروع اوناقانونه وی … د بګرام هوایی ډګر، امریکا سفارت په لاس کینول شوی څو معاش خواره نشی کولای د ۱۲۰ میلیونه انسانانو ژوند برخلیک وټاکی او دښمن اغزن تار رسمی کړی.

او نه هم د انګریز سفیر په شان غیر مسؤله ، غیر منطقی او نړیوالو عرف او نورمونو خلاف څرګندونی کولای شی څه شی ته رسمیت ورکړی.

وسلام