کور / سياسي / اصلي رهبر وپېژنئ

اصلي رهبر وپېژنئ

تر څو چي لاندنۍ ځانګړتياوي لرونکی سړی يا ښځه پيدا نه کړئ، په چا پسي د ملاتړ چکچکي مه کوئ، غونډو ته يې مه ورځئ، دفاع يې مه کوئ، رايه مه ورکوئ، صفتونه يې مه کوئ، د ښو او د خېر توقع ورڅخه مه کوئ، په ژمنو يې اعتبار مه کوئ. د ويناؤ په اورېدلو يې خپل وخت مه ضايع کوئ او هيڅ ډول ملاتړ او نصرت يې مه کوئ.

صرف هغه سړی ستاسو د ملاتړ او نصرت او ستاسو د مشرۍ وړ دی:

ـ چي سوله غوښتونکی وي
ـ چي د جنګ غوښتونکو ملګری نه وي
ـ چي نه يې پخپله جنګ کړی وي او نه يې د جنګ کوونکو ملاتړ کړی وي
ـ چي نه پخپله قاتل وي او نه د قاتل ملګری وي
ـ چي نه پخپله درواغجن وي او نه يې د درواغجن ملګري کړې وي
ـ چي امانتداره وي او د خاين ملګري يې نه وي کړې
ـ چي درواغ شاهدي ادا کوونکی نه وي
ـ چي جرم يې نه وي کړی او د مجرمانو ملګری نه وي اوسېدلی
ـ چي غاصب نه وي او د غاصبانو ملګري يې نه وي کړې
ـ چي اختلاسګر نه وي او د اختلاسګرو ملګري يې نه وي کړې
ـ چي قاچاق وړونکی نه وي او د قاچاق وړونکو ملاتړ يې نه وي کړی
ـ چي د پيسو غوښتونکی نه وي
ـ چي د مقام غوښتونکی نه وي
ـ چي د چوکۍ غوښتونکی نه وي
ـ چي بشر، بشريت او بشري حقونو ته ژمن وي
ـ چي عالم وي
ـ چي خادم وي
ـ چي خاکساره وي
ـ چي له قومي تعصبه پاک وي
ـ چي له ژبنيز تعصبه پاک وي
ـ چي له مذهبي تعصبه پاک وي
ـ چي پردی پال نه وي
ـ چي پر پرديو کاسو نه وي لوی سوی
ـ چي زحمت کښ وي
ـ چي زړه ور وي
او داسي څوک چي دې ته چمتو وي چي بېله کوم تبعيض او فرق څخه د هيواد د ټولو خلکو د لېوالتياؤ ذمه په غاړه واخلي، لکه يوه مور او يو پلار چي بېله معاوضې او بېله کوم حرص څخه د خپلو ټولو اولادونو ذمه بلاتبعيضه په غاړه اخلي.

که تاسو داسي څوک نه پېژنئ نو بيا د يادو ځانګړتياؤ نه لرونکو سره د خپل وخت ضايع کولو پر ځای خپل اولاد داسي وروزئ چي پکښي لوړ خصوصيات او ځانګړتياوي پيدا سي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۱۰مه نېټه، بون
_________________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه