کور / خبرتیا او پيغامونه / دجنازې خبرتيا

دجنازې خبرتيا

ډګروال سيداحمدشاه، انجينير سيد حضرت، ډګرمن سيدصابر، ډاکټر طاهر او سيدماهر، زامن. حاجي سيداخترشاه، سيدرمضان او سيدعلي احمد، خوريي.

په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چه په بلجیم هیواد کی دافغان کلتوری بهیر د مشرتابه جرګی د مرستيال او غړي انجینرسیدحضرت پلار، حاجي محمدظاهر خوګياڼی، نن د لړم يا عقرب دمياشتی پر ۲۶ مه ( دنومبر ۱۷ مه) په حق ورسېد.

انالله وانااليه راجعون.

ارواښاد د جنازی تر مراسمو وروسته، سه شنبه د عقرب پر ۳۰ مه ( د نومبر ۲۱) د جنازی تر مراسمو وروسته، د کابل دسيدنورمحمدشاه مېنې( کارته نو) دخوګياڼيو په هديره کي خاورو ته سپارل کيږي. فاتحه يی وروسته اعلانيږي.

محمد ظاهرخوګیانی د ملکي هوانوردۍ د وزارت پخوانی کارکوونکی وو او په نوموړي وزارت په بيلابيلو برخو کی يی دندی تر سره کړيدي. وروستۍ دنده يي د کابل په نړيوال هوايي ډګر کی وه.

پداسی حال کی چه دبلجیم افغانان په دې غم کې ځانونه شريک بولي، د لوى رب ج څخه ارواښاد حاجي محمد ظاهر خوګياڼي ته د فردوس جنت او پخپله انجينير سيد حضرت، ددوي کورنۍ او دوستانو ته يی دلوي صبر او زغم غوښتنه کوي.