کور / د ډيورنډ کرښه / د انګریز سفیر د څرګندونو او د ډيورنډ کرښې د ۱۲۴ تور تلین په تړاو

د انګریز سفیر د څرګندونو او د ډيورنډ کرښې د ۱۲۴ تور تلین په تړاو

د ډیورنډ استعماري کرښې په اړه، د انګریز سفیر د څرګندونو او د کرښې د ۱۲۴ تور تلین په تړاو، د افغان لندن غونډې پریکړه لیک

سعيدي صلاح الدين- لندن

نن د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱۲ مه چې د ۱۳۹۶ کال د لړم میاشتې ۲۱ مې سره سمون لري، په انګلستان کې د هېواد یو شمېر مخکښو استازو، منورینو، سیاستوالو، د سیاسي ګوندونو او ټولنو استازو، همدارنګه د ډیوند کرښې د کوزې غاړې افغانانو، د سیاسي ګوندونو او ټولنو مخورو، د ډیورنډ استعماري کرښې په اړه، کابل کې د انګریز سفیر د څرګندونو او د کرښې د ۱۲۵تور تلین په تړاو په اوسنۍ پرتمینه غونډه کې برخه واخیسته.

د غونډې برخه والو، د ډیورند کرښې په اړه د BBC تلویزیون سره د روان کال د نومبر په دوهمه په کابل کې د انګریز د سفیر نیکولاس کي دریځ او څرګندونې چې ویلي ول«د بریتانیا او نړیوالو له نظره د ډیښځ رسمي پوله ده»! په پوره پام او ژور غور سره تر څېړنې او شننې لاندې ونېولې. د غونډې ګډونوالو د انګریز د سفیرداسې دریځ او څرګندونې زموږ د ګران هېواد افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو او بلخوا د دیپلوماتیکو پرتوکولونو او ارونو خلاف او په ۲۱ مه پېړۍ کې د هغه منل شویو اصولو سره په ټکر کې وګڼلې چې د انګلستان ټولنه هم ورته ژمنه ده.

د غونډې ګډونوال پوخ باور لري، داسې ناوړه او په دوښمنۍ ډک دریځ که یوخوا د انګریزانو په وړاندې د افغان ملت د کرکې لامل ګرځي، بلخوا انګریزانو ته هیڅ ګټه نه رسوي!

همدارنګه غونډې، د اسلام اباد لخوا د ډیورنډ پر کرښه د اغزن سیم، کټارو او د کنترول دروازو لګول، یو لمسونکی او پارونکي اقدام او هغه يي د کرښې پر دواړو غاړو د یوې کورنۍ د غړو، د یوه قوم او یوه ملت تر منځ جلاوالي او بېلتون وباله چې ۲۱ مه پېړۍ يي نه مني او هغه غندی، خو اسلام اباد په ۲۱ مه پېړۍ کې هم د انګریز پخوانۍ استعماري Forwards پالیسۍ د افغان ملت په وړاندې چلوي.

د غونډې ګډونوالو په لیکنو او ویناوو کې د ډیورنډ کرښې تاریخي او حقوقي شالید، د لوی او تاریخي افغانستان د بیرته احیا وسایل او موخې تر څېړنې او شننې لاندې ونیول. همدارنګه غونډې د افغانستان ملي او تاریخي ګټو او ارزښتونو ته په پام، د ډیورنډ کرښې په اړه کابل کې د انګریز سفیر د ناوړه او استعماري وروستیو څرګندونو، د افغانستان په وړاندې د اسلام اباد د نااعلان شوې جګړې او د ډیورند پرکرښه د اسلام اباد وروستیو لمسونکو او پارونکو اقداماتو ته په غبرګون، لاندې پریکړه لیک په لسو مادو کې تصویب کړ:

۱ ــ غونډې په داسې حال کې چې د ډیورنډ د استعماري او تپلې کرښې په اړه يي کابل کې د انګریز سفیر، نیکولاس کي دریځ او څرګندونې وغندلې، د افغانستان بهرنیو چارو له وزارت څخه يي وغوښتل له افغانستان څخه د نوموړي سفیر اخراج په بېړني توګه ترلاس لاندې ونیسي.

۲ ــ غونډې همدارنګه د انګلستان له دولته وغوښتل، له کابل څخه خپل سفیر چې د افغانانو د کرکې او د افغانستان او انګلستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالي لامل ګرځېدلی، بیرته خپل هېواد ته وغواړی او پرځای يي وړ کس کابل کې د خپل سفیر پتوګه وټاکي

۳ ــ همدارنګه افغان دولت څخه وغوښتل شول، د یو شمېر نامسولو بهرنیو اتباعو او بهرنیو سفیرانو د داسې چلند مخه ونیسي چې غواړي په یوه یا به بڼه افغانستان کې اختلافونو ته لمن وهی او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

۴ ــ غونډې د ډیورنډ پر کرښه د ترهګرو د مخنیوي په پلمه، د پاکستان لخوا اغزن سیم، کټارې او د څار او کنټرول دروازې لګول وغندل او له اسلام باد يی وغوښتل له داسې لمسوونکو او پارونکو اقداماتو څخه چې د دواړو هېوادنو اړیکې نورې هم زیانمنوي، لاس واخلي. بلخوا په دې اړه يي له افغان دولت څخه غوښتنه دا وه چې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان هر ډول پټ او ښکاره اقدام وڅاري او پر وخت سره د هغه مخنیوی وکړي. د غونډې په باور د ترهګرو پټنځایونه او ځالې د پاکستان په خاوره کې دننه او د هغه هېواد په لویو ښارو کې شتون لري چې هلته باید له منځه یووړل شي.

۵ ــ د ډیورنډ استعماري او تپلې کرښه په حقوقي او تاریخي لحاظ، د کرښې دواړه غاړو افغانانو له پیله نه ده منلې، هغه هم ځکه :

الف ــ افغانستان په ۱۸۹۳ کال چې د کرښې له پیل سره سمون خوري، تحت الحمایه هېواد وو او بهرنی سیاست يي د انګریز لخوا ټاکل او اداره کېده. پر ډیورنډکرښه، د هغه مهال د برتانوي هند د وزیر سر تیمورډیورنډ او په افغانستان کې د هغه هېواد د تحت الحمایه امیر عبدالرحمان خان چې هیڅ ډول خپلواکې او د انګریز سره انډول يي نه درلود ترمنځ توافق، نړیوال حقوقي ارزښت نه لري. همداراز دغه توافق یوازې د نفوذ سیمو د مالومولو لپاره په پام کې نېول شوی وو او د دوه هېوادو ترمنځ د سرحدي پولې په موخه نه وو، رامنځته شوی

ب ــ په طبیعي توګه په ۱۹۴۷ کال د هندوستان په خپلواکۍ او له سیمې څخه د انګریز په وتون، د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ ټول پخواني قراردادونه لغوه او افغانستان د پاکستان په نوم له هېواد سره کوم قرارداد نه لري.

بلخوا په ۱۹۴۹ کال د ملي شورا( ولسي جرګه او مشرانو جرګه) اوومې دورې، برتانوي هند سره د ۱۸۹۳، ۱۹۰۵، ۱۹۱۹ او۱۹۲۱ کلونو قراردونه په رسمي توګه لغوه اعلان کړي.

۶ ــ څنګه چې د جرمني، ویتنام، یمن او هانکاګ هېوادونو تجربه څرګندوي، د څو لسیزو جلاوالي وروسته دغو هېوادو بیرته له لاسه وتلې خاورې د مورني هېواد سره وتړلي. د ډیورند کرښې په وسیله د افغانستان بېله شوې خاوره باید بیرته له مورني هېواد سره یوځای شي او افغانستان چې پنجاب سره ډیورڼد کرښه نه مني، اباسین(Indus River) دې پنجاب سره د سرحدي پولې پتوکه وټاکي.

۷ ــ غونډه د ډیورڼد کرښې په اړه د افغان ولسمشر اشرف غني وروستي دریځ څخه چې وايی«ې غواړي مونږ د خاردار سیم له لارې بیړي بیا دېړي. موږ توپونو او طیړو بیل، څو خاردار سیمونه څو قیچۍ غواړي. خاردار سیم تاریی، مینه او وینه د بېلېدو نه دي»، د ملاتړ ترڅنګ دا هم زیاتوي چې افغان دولت باید د ډیورنډ کرښې په اړه لاڅرګند دریځ خپل کړی او اباسین (Indus River) چې د دې پریکړه لیک په شپږمه ماده کې هم ورته اشاره شوې، پنجاب سره د سرحدي پولې پتوګه اعلان کړي

۸ ــ غونډه همدارنګه د افغانستان په ګټه، د ډیورنډ کرښې د مسلي د حل په اړه د اروپا د پارلمان د مرستیال ښاغلي Ryszard Czarnecki څرګندونو څخه ملاتړ کوي او له اروپايي ټولنې غواړي چې اسلام اباد سره د افغانستان د دې تاریخي شخړې په حل کې هراړخیزه مرسته وکړي

۹– غونډه دغه پریکړه لیک، د ملګرو ملتو ټولنې سرمنشی، امنیت شورا، اروپايي پارلمان، د اسلامي هېوادو کنفرانس، د شانګهای هېوادو کنفرانس، د لویو هېوادو مشرانو او په انګلستان کې کوردیپلوماتیکو استازو ته استوي.

۱۰ ــ دغه پریکړه لیک په درېو ژبو(پښتو، دري او انګریزي) لیکل شوی او منځپانګه يي سره یوشان او مساوي حقوقي ارزښت لري.

ومن الله توفیق

لندن ــ انګلستان

د ۲۰۱۷ کال د نومبر ۱۲ مه