کور / تازه خبرونه / په اسلام اباد کې د احتجاج کوونکو خلاف عمليات پيل شول

په اسلام اباد کې د احتجاج کوونکو خلاف عمليات پيل شول

فضل قادر انډيوال

په اسلام اباد کې د لبيک يارسول الله پاکستان تحريک داحتجاج د پاى ته رسېدو لپاره دولت له ځواک څخه کار اخستل پيل کړي

دجيو د تلويوزيون د ويب پاڼې د خبر له مخې تردې دمه د پوليسو يو سرتيرى دډبرې لگېدو له امله وژل شوى دى

د لبيک يارسول الله پاکستان تحريک له خوا نن شلمه ورځ ده چې د پاکستان د عدليې (قانون ) د وزير زاهد حامد د گوښه کېدو غوښتنه کوي خو حکومت يې غوښتنه ونه منله له بلې خو سترې محکمې هم دولت ته واک ورکړى چې دا احتجاج پاى ته ورسوي .

محکمې د کورنيوچارو وزيراحسن اقبال د محکمې د امر نه منلو له امله د سترې محکمې پر سپکاوى تورن کړى دى

احتجاج کوونکي له ليندو او ډبرو ويشتو څخه کار اخلي، پوليس اوښکې بهيدونکي گاز او اوبو کاروي

او يو شميراحتجاج کوونکي يې نيولي دي

لبيک يارسول الله پاکستان تحريک پر زاهد حامد تور پورې کوي چې د ختم نبوت په قانون کې يې بدلون راوستى وه خو زاهد حامد دا بدلون تېروتنه بللى.