کور / تازه خبرونه / په کندهار پوهنتون کي حقوقي کلینیک پرانیستل سو

په کندهار پوهنتون کي حقوقي کلینیک پرانیستل سو

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون په حقوقو پوهنځۍ کې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو د محصلينو لپاره حقوقي کلینیک پرانیستل سو. یاد کلینیک چي د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره جوړ سوی؛ ددې ترڅنګ به نور حقوقي خدمات هم وړاندي کوي. د یاد کلینیک په پرانیست غونډه کې د کندهار ولایت مقام اداري او مالي مرستیال عبدالحنان منیب، د کندهار د بهرنیو چارو رئیس محمد ظاهر الکو، د کندهار پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او یو شمېر محصلینو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د کندهار پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ رئیس ښاغلي للموال د خپلو خبرو پر مهال د کندهار ولایت مقام د اداري او مالي مرستیال څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چي د یاد حقوقي کلینیک په پرانیستنه کې ولایتي ادارې زیاته همکاري کړې ده. هغه زیاته کړه چي حقوقي کلینیک به د عدلي او قضایي ارګانونو سره په همکارۍ د قضایاوو په حلولو کې عامو خلګو ته مشورتي خدمات هم وړاندي کړي.
مرستیال والي بیا په خپلو خبرو کې وویل، د ولایتي ادارې هڅه داده چي د کندهار ځوانانو ته د ښو تحصیلاتو زمینه برابره کړي څو په راتلونکي کې د هیواد او ټولنې خدمت په ښه ډول سره وکړي. ښاغلي منیب دا راز د بشري منابعو څخه یادونه وکړه او ویې ویل چي د ترقۍ، پرمختګ او رغونې لپاره بشري منابعو ته اړتیا ده او دا اکاډمیک، تعلیمي او تحصیلي مراکز دي چي بشري منابع تهیه کوي، ځکه خو دولت هڅه کوي په دې برخه کې لا زیات کار وکړي.
د کندهار پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي شېرشاه رشاد په خپله وینا کې د حقوقي کلینیک پرانیستل یو ښه ګام وبلی او زیاته یې کړه چي تحصیل د هیواد د پرمختګ او سولې د تامین تر ټولو اغېزمنه لار ده.