کور / تازه خبرونه / په پل عالم کي د ملکي ځانمرګي برید درې ملکیان ټپیان کړل

په پل عالم کي د ملکي ځانمرګي برید درې ملکیان ټپیان کړل

(لیندۍ-۷)

سهار ۱۰:۳۵ د لوګر ولایت د پل علم ښار د برکي برک هډې مخ ته د ملکي وګړو په منځ کې ځانمرګی برید وشو چې تر اوسه درې ملکیان ټپیان شویدي او د ځانمرګي جسد هم په سیمه کې پروت دی.

د ځانمرګي هدف د امنیت امر وو چې له پېښي روغ رمټ وتلی دی.

پوليس وايي چي تحقيقات يې پيل کړي دي خو د پېښي مسوليت تر دې دمه کومي ډلي نه دی منلی.

———-

سليم سيلاب