کور / سياسي / کندهار غونډه او د حکومت ضد و نقيض دريځونه

کندهار غونډه او د حکومت ضد و نقيض دريځونه

حامد حساس

د هيواد د بېلابيلو ولايتونو، سياسي ګوندونو، پخوانيو تنظيمونو او ولسي جرګې د وکيلانو په ګډون يوه لويه غونډه سبا په کندهار کي جوړيږي چي هدف يې له احتمالي بهرانه څخه د افغانستان ژغورل او شفافو انتخاباتو ته پر لاره هوارولو ټينګار بلل سوی دی، خو حکومت او حکومتي کړيو وار له مخکي ددې غونډي د کمزوره او بې ګټي ښوولو لپاره پراخي هڅي پيل کړي دي او د غونډي د ځينو افرادو او اشخاصو په اړه يې منفي تبليغات پراخ کړيدي چي دا کړنه ددې خطر رامنځته کوي چي تر غونډي وروسته هم خلک د ژبي، سيمي او مذهب په نوم يو بل ته نفرت او کرکه په ذهن کي ولري.

عطا نور که په بلخ کي وي خير و خيريت دی، حتی د حامدکرزي د وخت وزير خارجه زلمی رسول او اوسنی ولسمشر اشرف غني لکه د کوم بهرني هيواد غوندي چي خپل بلخ ته سفرونه کوي او بيا خبرونه و تصاوير خپروي نو خير و خيريت دی خو عطا نور که کندهار ته راغئ، حکومت ددې پر ځای چي ووايي چي د سياسيونو تر منځ تګ راتګ يې ممکن کړی دی او د سياسي ناستو پاستو د ازادۍ او بيا ن د ازادۍ بېلګه يې وبولي برعکس وارخطا دی او د افرادو اشخاصو د بدناميو توطيې جوړوي يا خلکو ته پر زاړو زخمونو د پټۍ لګولو پر ځای د تعصب زهر ور اچوي چي ګواکي قاتل مو در روان دی!

قاتل خو مو ستا په مخکني حکومت کي لوی درستيز وو!

قاتل ته خو مو تا لومړی معاونيت ورکړ!

دا بل قاتل خو مو ستا د مخکني او اوسني حکومتونو له برکته تر ټوځواکمن کړای سو.

قاتل ته خو مو تا زما د وژلو قوت او مورال ورکړ او زه دي په وار وار په ووژلم، پريږده دا ځل مخالفي خواوي پر يوه ټغر راټولي سي چي حد اقل يوار بيا زما د وژلو خطر لږ سي، ستا که د انتقاد اوريداو او سياسي مخالف د زغملو حوصله لږ وي نو حل يې پر چارو بيا کتنه ده نه نورو ته توطيې جوړول.

په کندهار يا بل هر ولايت کي ټول افغانستان د مختلفو ژبو، ټبرونو او سياسي فکرونو لرونکي خلکو راټوليدل د افغانانو لپاره د اتفاق او ييوالي ته د رسيدلو يو ښه زيری دی.

دوی که که قانوني غوښتني لري بايد ومنل سي ځکه حکومت خلکو ته د خدمت کول او اسانتياوو برابرولو مسوليت لري، که ناقانونه عمل اوغوښتنه کوي عدلي او قضايي ارګانونه دې وڅاري او پوښتني ګرويږني دي ترې وکړي يا دي حکومت ددوی احتمالي ناقانونه غوښتني په قانوني دليلونو يې ور رد کړي.

که خبره پخوا ته ولاړه سي نو هسي خو له جنوب او جنوب غرب څخه ورغليو وسله والو هم په شمال کي بسته کلي وسوځول، ايا اوس بايد هماغه خلک موږ ته د قاتلينو په سترګه وګوري؟

ايا تاسو په لوی لاس يوار بيا کور په کور نفرت ته لمن وهئ.

ځيني اشخاص و افري د ارګ، استخباراتو او امنيت شورا له پټو چينلونو په بېلابيلو نومونو تورن کيږي، که د تورنو کسانو په اړه دا افواهات او بې اسنادو تخريب رشتيا وي خو بيا هم ازاد ګرځي نو دا بيا هم د حکومت او قضايي ارګانونو د فساد او بې کفايتۍ څرګندونه کوي. دلته بيا هم حکومت پړ دی چي قاتلينو، غاصبينو او فاسدينو ته يې واک او چوکۍ ورکړي دي.

#کندهارغونډه