کور / شعر / څو دانې لونګ راته په جام کي واچوه

څو دانې لونګ راته په جام کي واچوه

غزل

څو دانې لونګ راته په جام کښي واچوه

ښکلیه! ته خپل رنګ راته په جام کښي واچوه

ښه جې، پیښور کښې شراب نه غواړم، ګناه ده

ښه، د تیراه بنګ راته په جام کښي واچوه

یابه دي ورغوئ ښکلووم، تمامه شپه

یاخو دی آترنګ راته په جام کښې واچوه

یویې سه تر شونډو بیا یې راکړه په مسکا

ځه، زما قلنګ راته په جام کښې واچوه

نن موسیقې نه اؤرمه، نن موسیقي څښمه

یه باچا! آهنګ راته په جام کښي واچوه

اې، زما نشه باندي به پاتي شي کاپري

اې، د بنګړو شرنګ راته په جام کښي واچوه

ګډ یې کړه شرابو کښي ساقې د ممتاز واوره

هغه شوخ وشنګ راته په جام کښي واچوه

ممتاز اورکزی

غزل د کرن خان په ږغ کي