کور / تازه خبرونه / د عطامحمد نور الوتکه د اسانتياو نشتون له امله راوګرځول سوه (هوايي چلند)

د عطامحمد نور الوتکه د اسانتياو نشتون له امله راوګرځول سوه (هوايي چلند)

د افغانستان د ملکي چلند خپلواکه اداره وايي تيره شپه يې له مزار شريف څخه کندهار ته د بلخ والي د ليږدولو الوتني ممانعت لامل د شپې لخوا د الوتني د اړتيا وړ اسانتياوو نشتون وو.

نوموړې اداره وايي چي نوموړې الوتنه تر هغه وخت ځنډيدلې وه چي له مخکي يې اجازه ورکول سوې وه.

په دې اړه خبر کي ناټو ځواکونه او د شپې لخوا نظامي عمليات هم د علتونو په توګه ياد سويدي مګر په پای کي وايي چي همدا الوتنه که د ورځي لخوا وغواړي چي کندهار ته الوتنه وکړي نو دوی به يې ممانعت ونکړي.

دا په داسي حال کي ده چي نن د کندهار د غونډي په اړه جوړه سوي خبري ناسته کي د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون او د ننګرهار استازي حاجي ظاهر قدير له حکومته وغوښته چي د ۱۲ ساعتونو په دننه کي دي د عطامحمد نور چي دوی خپل ميلمه ياد کړ د راتګ ستونزه او ممانعت له منځه يوسي، دوی خبرداری ورکړ چي که حکومت دا کار ونکړي دوی به ولس ته رجوع وکړي او له هري شوني لاري به د خپل ميلمه د راوستلو لپاره له ولس څخه همکاري وغواړي.

د بلخ والي تيره شپه د کندهار په نيت د کام اير له يوې الوتکي څخه پسله يو نيم ساعت انتظاره هغه وخت له خپلو ملګرو سره راکښته سو چي ويل يې د حکومت مشرتابه کندهار ته دده د ورتګ ممانعت وکړ او الوتني ته يې د الوتلو اجازه ورنکړه.

د افغانستان د ملکي چلند خپلوتکي ادارې لخوا د خپرو سوو معلوماتو داسي ښکاري چي حکومت تر دې زيات نه غواړي چي د پارلمان له وکيلانو سره يې مخالفت نور هم ډير سي او په کندهار کي د سيايي غونډي د برخه والو له احتمالي غبرګون سره مخامخ سي ځکه د سياسي چارو څيړونکو وار له مخه د کندهار د غونډي په اړه د حکومت وارخطايي پېش بيني کړې وه او دا پوښتنه مطرح کيدله جي حکومت ولي د کندهار له غونډي په تشويش کي دی.

که څه هم د غونډي رهبرۍ شورا غړو نن په خبري ناسته کي د غونډي جوړيدو علت له حکومته د اساسي قانون مراعتول، ژبني، مذهبي او سيمه ايزو اختلافونو ته لمن نه وهل او د شفافو انتخاباتو تضمينېدل ياد کړل خو دا چي په کندهار کي د ټول افغانستان د ولسي استازو او سياسيونو په ګډون دا ناسته چي سبا شروع کيږي له حکومته څه غوښتني مطرح کوي د غونډي وروسته به روښانه سي.

#لراوبر