کور / تازه خبرونه / کندهار ولايتي شورا غيرحاضرو وکيلانو ته خبردارئ ورکړ

کندهار ولايتي شورا غيرحاضرو وکيلانو ته خبردارئ ورکړ

د کندهار ولایتي شورا چي نولس غړي لري پنځلس یي نارینه او څلور یي ښځینه دي خو د شورا ریس او یو شمیر غړی یي وایي چي ځیني غړي یي په غونډو کي ګډون نه کوي او غیر حاضر وي.

سید جان خاکریزوال:

هغه غړي چي به غونډو کي ګډون نه کوي او غیر حاضر دي باید د خلکو لپاره کار وکړي، ځکه چي خلکو رایه ورکړي ده او د هغوی حق دي ورکړي.

موږ تر راتلوونکي یکشنبي وخت ورکړی دی چي ټول غیر حاضر وکیلان دي حاضر سي.

عطاالله عطا:

د کندهار خلکو خپلو استازو ته رایه ورکړه تر څو خدمت یي وکړي، خو متاسفانه چي اوس ځیني غړي له وکالت څخه ناوړه استفاده کوي او ډیر وخت غیر حاضر وي.

محمد نادر:

زموږ د غونډو نصاب هر وخت پوره وي، کیدای سي ځیني وکیلان به کابل او نورو ځایونو کي وي خو زه وایم چي هدف د خلکو خدمت دی هغه که په ولایتي شورا کي د غونډو په ګډون کي وي یا نه خو مهمه داده چي د شورا ټول غړي د خلکو په خدمت کي دي.

عبدالمنان ارغند-کندهار