کور / سياسي / تر کله، د افغان انسان د وینو هوسونه؟

تر کله، د افغان انسان د وینو هوسونه؟

عبدالاحمد محمديار- کابل

ویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ (۱۹ قوس ۱۳۹۶) ګڼې، په سرلیکنه کې، د دوی له معمول سره سم، افغانانو ته د یوه بل خونرېز بلنه ور کړې:

«افغانانو! بلک واټر لویه فتنه ده مخه یې ونیسئ!»

ښه! دا خو به پر ملت د ویساوالو لویه پېرزوینه ومنو چې افغانان، د ډېرو نور بلاګانو تر څنګ، د بلک واتر د بلا خولې ته هم ور غورځوي، خو ویساوال هم پر ولس حق لري چې په مقابل کې یې د ورته پېرزوینې عکس العمل وښيي؛ مثلاً ور ته ووایي چې:

یو- مهرباني وکړئ! تاسو مخکې شئ، موږ به در پسې شو! آخر تاسو خو هم مسلمانان یاست! تاسو هم د شهادت مستحق یاست! جنت او حورې خو یوازې زموږ اجاره نه ده؛ تاسو هم پکښې حق لرئ! ناځوانې به وي چې تاسو د دې شهید- پروره ملت، د یوې مؤمنې برخې په صفت، د شهادت له لوړ مقامه بې نصیبه شئ! او مړي مو له تلتکه ګور ته روان کړه شي!

دوه- د بلک واټر پر ضد په جهاد کې به تاسو بله ګټه دا وکړئ چې د روس په وړاندې جهاد مو، د امریکا په پیسو، وسلو او نقشو وکړ او دغه ستاسو په ژبه، استعمارګره امریکه مو، د نړۍ به ابر قدرت بدل کړ او نن چې دوی زموږ سرنوشت بلک واټر ته سپاري، نو ښه دی چې د خپلې هغې ګناه کبیرې د جبران لپاره، تاسو هم د خونړي جهادي سنګر مزه وڅکئ! د روسانو پر ضد جهاد کې خو د یونیم میلیون شهیدانو له کتاره پاتې شوئ! خدای مهربان دی، ګوندې په دې جهاد کې مو نصیب یارې در سره وکړي؛ تاسو د سپینو حورو وصال ته ورسېږئ؛ بلک واټر او امریکا ماته شي او بیرته روسیه، یا چین زبر ځواک شي.

درې- ستاسو د تېر څلوېښت کلن جنګ و جهاد په برکت، د افغان ولس دوه میلیونه شهیدان شول؛ اوس مو ۳۹٪ د فقر تر کرښه ټيټ ژوند کوي؛ یو اعشاریه نهه میلیونه کار ته جوړ مو وزګار دي؛ درې نیم میلیونه مو نشه یان دي؛ شپږ میلیونه مو په نړۍ کې، د بې عزتۍ په ټول کیفیت سره پاشلي دي؛ نه پوهېږم څو میلیونه مو، زما په شمول، معیوب دي او ډېرې نورې عجیبې محاسبې و شمېرې! نور مو نو ولاکه چنداني د بلک واټر د مقابلې څوک پرېیښي وي او تاسو چې په دې یوه ګټه ګورې کې هم شامل نه یاست؛ آخر تاسو خو هم، په یوه نه، یوه کې د حساب حق لرئ!

څلور- ستاسو (حزب اسلامي) قیادت خو له شوروي سره د جهاد ښه تجربه لري؛ نن چې د امریکا تر چتر لاندې، د خپل جهاد ثمر خوري او تاسو چې تازه د امریکا پر ضد، د امریکا په امکاناتو، د دوښمنۍ مسخره شعارونه ور کوئ! نو ورشئ! یووار بیا سره در ټول شئ! د بلک واټر او بل هر استکبار و استعمار پر ضد، د قتالي جهاد له فیضه برخمن شئ!

پنځه- که ستاسو د حزب او امریکا یارانه پخه او نه ماتېدونکې وي نو زړونه مه ماتوئ! تیار طالبان، داعش او شل نورې ډلې د امریکا، بلک واټر او… په وړاندې، بېخې یوه بل وړ جهاد ته دوام ور کوي؛ تاسو چې ذره توپیر ور سره نه لرئ! دومره ده چې تاسو یې وایاست او هغوی یې عملي کوي؛ نورو افغانانو ته څه نارې وهئ! ورشئ! یا د استشهاد واسکټونه ور سره واغوندئ! که هغه بېخي در ته سخته وي نو لږترلږه حمایت خو یې اعلان کړئ او د بلک واټر یا ورته بل نظامي چتر څخه ووزئ!

هیله ده چې نور نو، د یوه ابر قدرت د را چپه کولو او بل د را پورته کولو لپاره، د افغانانو د وړیا وینې تویونې هوسونه و نه پالل شي.