کور / تازه خبرونه / دلبر نظري: افغان حکومت د ښځو د سیاسي مشارکت ودې ته ټینګه اراده لري

دلبر نظري: افغان حکومت د ښځو د سیاسي مشارکت ودې ته ټینګه اراده لري

دلبر نظري: افغان حکومت د ښځو د سیاسي مشارکت ودې ته ټینګه اراده لري

دوشنبه،۲۰،لیندۍ،۱۳۹۶

دلبر نظري وایي، چې افغان حکومت د ښځو د سیاسي مشارکت ودې ته ټینګه اراده لري.

د ښځو د چارو وزیرې دلبر نظرې پرون یکشنبه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین د پای په غونډه کې وویل:
« دا مهال ۱۱ ښځې په وزارتونو کې د معینانو،۱۲ سلنه ښځې په ادارو کې د رهبرۍ په سطحه دندې ترسره کوي او د ټولو اداري کار کوونکو له ډلې ۲۶ سلنه یې مېرمنې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو بشري ادارې څو ورځې د مخه په خپل راپور کې لیکلي و، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.