کور / راپور / د روسيې ولسمشر ويلادمير پوتين له سوريې د يوې برخي روسي عسکرو د ايستلو امر کړی دی

د روسيې ولسمشر ويلادمير پوتين له سوريې د يوې برخي روسي عسکرو د ايستلو امر کړی دی

د دوشنبې په ورځ روسي ولسمشر ويلاديمير پوتين سوريې ته په يو نا اعلان سوي سفر کي دفاع وزارت ته امر وکړ چي له سوريې څخه يوه جوپه روسي عسکر وباسي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، دغه هېواد له سوریې د خپلو ځینې ځواکونو وتل پیل کړل.

د دفاع وزير سرګي شویګو وايي،  د سوريې حالت ته په کتو به د ا پرېکړه کيږي چې په څومره وخت کې به د دغه هېواد سرتېري له سوریې ووځي.

د سوریې په جګړه کې  روسيه د حکومت ملاتړې ده او د بشار الاسد حکومت ئې پر پښو و دراوه.

ښاغلي پوتین په ۲۰۱۶ کال کي له سوریې د خپلو ځینې سرتېرو د اېستلو خبره کړې وه.

د سوريې ولسمشربشار الاسد د روسي  ولسمشر د هرکلي لپاره د سوریې لاذقیه بندر ته نږدې حمیمیم هوايي اډې ته ورغلی وو.

د روسیې ریانوویستي خبري اژانس وايي، ښاغلي پوتین وویل: "ما دفاع وزیر او لوی درستیز ته امر کړی چي خپلو تلپاتې اډو ته د ځینې روسیې ځواکونو ستنول پیل کړي ".

ما پرېکړه کړې چې په سوریه کې پاموړ سرتېري خپل هېواد روسیې ته ستانه شي.

هغه زیاته کړه، که ترهګرو  بیا سرونه را پورته کړل، روسیه به بې سارې بريدونه ورباندي وکړي.

"موږ به هغه قربانانیاني او تاوانونه هېر نه کړو چې له ترهګرۍ سره د جګړې له امله په سوریه او روسيه کي رامنځ ته سول ".

نوموړي بشار اسد ته وویل، روسیه غواړي چې له ایران او ترکیې سره په ګډه په سوریه کې د سولي راوستلو لپاره کار وکړي.

روسیې د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې په سوریه کې د بشار اسد د حکومت په ملاتړ هوايي عملیات پيل کړل.

په سوريه کي د حکومت مخالف فعالان وايي چي د روسيې د عملياتو له پيله په زرګونو اولسي وګړي وژل سوي دي خو روسيه دا تورونه په کلکه ردوي او وايي چي د بريدونو هدف ئې يواځي ترهګر دي او ولسي وګړو ته ئې مرګژوبله نه ده اړولې.