کور / راپور / د نيويارک شکمن بريدګر وايي: د منهاټن د بريد انګېزه ئې پر داعش د امريکا بريدونه وه

د نيويارک شکمن بريدګر وايي: د منهاټن د بريد انګېزه ئې پر داعش د امريکا بريدونه وه

د منهاټن د بريد په تړاو مشکوک کس ويلي د منهاټن بريد د امريکا د بريدونو سره اړه لري چي پر اسلامي دولت يا داعش ډله ئې په سوريه او نورو هيوادونو کي ترسره کړي دي.

عقائد الله چي بنګلدېشی دی او عمر ئې د ۲۷ کلونو شا وخوا دی د نيويارک په منهاټن کي ئې چاودېدونکي توکي وچول چي په پايله کي د بريدګر په ګډون پنځه کسان ژوبل سوه، دپوليسو په وينا عقائدالله ځکه دا سيمه خپل هدف ټاکلی وو چي په دې سيمه کي د کريسمس لپاره د خلکو د سودا اخستلو ګڼه ګوڼه پکي وه.

تورن کس پر غزه د اسرائيلو د بريد يادونه هم کړې ده چي تېره جمعې ورځ وروسته ترهغه ترسره سو چي کله له غزې تړانګي پر اسرائيلو توغندۍ وتوغول سوې.

پوليسو په بروکلين سيمه کي د نوموړي تورن کس کور هم پلټلی دی.

عقائدالله په کال ۲۰۱۱ کي امريکا ته مهاجر سوی دی او د برېښنا د يو شرکت سره کار کاوه.  

د بنګلدېش حکومت وايي نوموړی په هيواد دننه کي جرمي سابقه نه لري او په آخري ځل ئې تېره سپټمبر مياشت خپل هيواد ته سفر کړی وو.