کور / راپور / افغان ولسمشر اشرف غني د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی

افغان ولسمشر اشرف غني د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی

د ولسمشر وياند دواخان مينه پال وايي : ولسمشر غني به د چهارشنبې پر ورځ دغې غونډې ته وینا وکړي.

"ولسمشر په دې سرمشریزه کې وینا کوي، په وینا کې یې د افغان حکومت او ولس هغه اندېښنې دي چې بیت المقدس ته د سفارت د لېږدولو لپاره د امریکا د پرېکړې په هکله دي".

د استانبول په دې سرمشريزه کي د ۵۷ هيوادونو مشران او استازي ګډون کوي. او د بحث موضوع ئې د امريکا له خوا د اسرائيلو د پلازمېني په توګه د بيت المقدس پېژندل او کڼي نوري موضوعګاني شاملي دي چې اسلامي نړۍ ورسره مخ ده.

کېدای سي افغان ولسمشر د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره هم وګوي. په دې وروستيو کي افغانستان د ترکيې غوښتنه چي د افغان- ترک ښوونځيو د تړلو په هکله وه منلې ده، چي همدي ټکي د افغانستان او ترکيې ترمنځ اړيکي رڼې کړي دي.

همداراز په ترکيه کي د افغان ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم هم له څو مياشتو راهيسته په ترکيه کي اوسېږي. او په دې هکله تراوسه مالومات نسته چي وښيي ولسمشر اشرف غني به د خپل لومړي مرستيال سره وويني که څنګه.