کور / د ډيورنډ کرښه / په غزني کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه غونډه وشوه

په غزني کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه غونډه وشوه

لوی افغانستان تحریک او کلیوال ملګري ټولنې په غزني کې د ډیورنډ؛ نامنلې کرښه تر سرلیک لاندې یوه ورځنۍ غونډه وکړه، دغه غونډه چې د کلیوال ملګري ټولنې په دفتر کې تر سره شوه، په کې یو شمیر لکیوالو، سیاسي، اشخاصو، مدني فعالانو، زده کوونکیو او ولسي خلګو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې ځینو کسانو د ډیورنډ فرضي کرښې په اړو ویناوې وکړې، او دغه کرښه یې د افغان ملت پر سینه تیره شوې کرښه وبلله.

غونډه چې د عبدالباري حمیدي له لورې د قرآنکریم په تلاوت پیل شوه، د ملي سرود له غږولو وروسته د کلیوال ملګري ټولنې ریس انعام الله ګوهر د وینا لپاره دریځ ته وبلل شو. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: دا کرښه هیڅ راز قانوني حیثیت نه لري او ګډ فرهنګ، تاریخ، ژبه او رواجونه نه په جبري کرښو بېلېږي او نه ازغن تارونه دا لوی ملت بېلولای شي.

د نوموړي په خبره لوی افغانستان د ټولو افغانانو ګډه داعیه ده او هغه وخت دا داعیه ښه نتیجه ورکولای شي، چې ازاد افغانستان له اقتصادي او سیاسي پلوه په پښو ودرېږي او د دې وړتیا پيدا کړي چې د محکومې خاورې افغانانو ته په خلاص لاس ښه لاس ورکړای شي.

ښاغلي ګوهر زیاته کړه کله چې د وخت برطانیا په جبر له تاریخي افغانستان څخه د وزیرستان او شاوخوا قبایلو سیمې بېلولې او د ډيورنډ طرحه یې امیر عبدالرحمن خان ته وړاندې کړه د قبایلو د مشرانو له سخت غبرګون سره مخ شو او د دې طرحې په ضد یې له برطانوي اړخه  سره ډېرې وسله والې نښتې هم وکړې.

د لوی افغانستان تحریک رئیس جمیل وقار د تاریخي افغانستان په حدودو رڼا واچوله او د لاهور، ګندمک او ډيورنډ له طرحو یې د وخت برطانیا په موخو خبرې وکړې. د نوموړي په خبره د وخت برطانوي امپراتورۍ د روسیې له تزاري امپراتورۍ څخه د حملې او پرمختګ ویره درلوده، له همدې امله یې په ټول توان هڅه وکړه، چې د خپلو پولو د ساتنې لپاره د نفوذ مختلف کمربندونه ایجاد کړي، په همدې خاطر یې د سلیمان غرونو په امتداد ځینې سیمې په اجاره ونیولې او افغان امرانو ته یې په بدل کې کلنۍ پیسې ورکولې.

د ښاغلي وقار په وینا لوی افغانستان داعیه ارمان نه، بلکې حقیقت دی، چې د افغانستان په ټولو قومونو پسې اړه لري او منحیث ملت باید اقتصادي او سیاسي شرایطو ته په کتو مخې ته یوړل شي.

لیکوال او ژورنالیست عبدالباري نعیمي هم ډيورنډ فرضي کرښه وبلله او په وینا یې د وخت ښامارانو په زور او ظلم د هېواد ډېرې سیمې بېلې کړې او دا د افغان ځوان نسل مسوولیت دی، چې په ډېر تدبیر دا داعیه وپالي او مخې ته یې یوسي.

مدني فعال عصمت تره کي له لوی افغانستان تحریک او کلیوال ملګري ټولنې څخه مننه وکړه، چې د دا ډول اړینې موضوع په اړه یې د سمینارونو لړۍ را پیل کړي. د نوموړي په خبره د لوی افغانستان په اړه دا ډول علمي او څېړنیزې غونډې د ولس په ویښتیا او فکر جوړونه کې ډېرې مهمې او ارزښتناکې دي.

لیکوال او ژورنالیست مزمل هوتک د کلیوال ملګري ټولنې او لوی افغانستان تحریک له لورې برابر شوی ګډ پرېکړه لیک ولوست.

د غونډې په وروستیو کې د غونډې ګډونوالو د موضوع په تړاو پوښتنې وکړې، چې د ویناوالو له لورې ځواب کړل شوې.

غونډه چې ماسپښین په دوه نیمې بجې پیل شوې وه، په څلور نیمې بجې د قاضي محمد امین له لورې په لوی وطن کې د سرتاسري سولې د راتګ په پار د دعا لاسونه پورته شول او را ونغاړل شوه.