کور / راپور / اقبال خټک د بشري حقونو فرانسوۍ جايزه ترلاسه کړه

اقبال خټک د بشري حقونو فرانسوۍ جايزه ترلاسه کړه

د بشري حقونو ازادۍ لپاره د فرانسوي حکومت جايزه دا کال د نړۍ پنځوو ادارو ته ورکړل سوې ده. چي يوه پکي  په پاکستان کې د بيان ازادۍ لپاره کارکوونکې اداره، فرېډم نيټورک، ده.

 

دا جايزه Human Rights Prize of the French Republic نومېږي

او يادو ادارو ته د خبريالانو د خوندي ساتنې او د بيان ازادۍ په دګر کي د کړو خدمتونو لپاره ورکړل سوه.

اقبال خټک  چي د پاکستان د برخي جائزه ئې ترلاسه کړې په پاريس کي خبريالانو ته ويلي چې دوی د اتياوو خبريالانو ژوند ژغورلی دی. د هغه په وينا په ټول پاکستان کي په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې د خبريالانو ژوند ته ډېر خطر دی.

د اقبال خټک په وينا وسله والې ډلې او امنيتي ادارې خبريالان خپل کار ته نه پريږدي خو دوی د حکومت او مدني ټولنو سره په ګډه کار کوي ترڅو داسي يو قانون رامنځ ته کړي چي د خبريالانو خلاف کړنو ته سزا پکي مالومه سي.

 د نومبر په يوویشتمه  په اسلام اباد کې د فرېډم نيټورک لخوا يو کنفرانس جوړ سوی وو هلته يادونه سوې وه چې په پاکستان کي د خبريالانو د ساتنې لپاره ځانګړي عملي ګامونه نه پورته کېږي او د خبريالانو د خونديتابه لپاره چارواکو څه نه دي کړي په دې برخه کي چي کوم ګامونه پورته سوي يا خو خپله خبريالانو اخيستي او يا هم د ناحکومتي ادارو لخوا اخستل کېږي.

په ياده غونډه کې د بلوچستان يو خبريال سيدعلي شاه ويلي وو چي په تېرو اتو کلونو کې په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې تر دېرشو يورې خبريالان وژل سوي دي. د هغه په وينا د بلوچستان غوندي سيمه کي د ۳۰ خبريالانو وژنه ډېره لويه خبره ده خو د اندېښنې ځای دا دی چې په دې هکله څوک څه نه وايي ځکه بلوچستان يو ناامنه سيمه ده او دا ډول مالوماتو ته لاسرسی ګرانه خبره ده .