کور / راپور / ناسا زموږ د شمسي نظام په څېر بل شمسي نظام کشف کړی دی

ناسا زموږ د شمسي نظام په څېر بل شمسي نظام کشف کړی دی

ناسا اداره پر داسي يوه ليري ستوريز نظام پېښه سوې ده چي زموږ شمسي نظام ته ورته دی، دا نظام هم له اتو سيارو جوړ دی چي اته واړه پر کيلپر-90 نومي ستوري راڅرخي.

زموږ د ستوريز نظام ورها خوا دا تر ټولو لوی شمسي نظام دی چي  اوس تازه کشف سوی دی.

د کليپر –90 نومي ستوری زموږ له لمر څخه لږ غټ او ګرم دی، تر اوسه ستورپوهانو دا مالومه کړې وه چي پر ياد ستوري اووه سيارې راڅرخي.

کريستوفر شالو چي د ګوګل په شرکت کي د پروګرامونو انجينر دی او د دغه ستوري په کشفولو کي ئې ونډه درلوده وايي: کليپر – 90  لومړنی داسي ستوری دی چي ډېري سيارې ورباندي راڅرخي کټ مټ زموږ د شمسي نظام په څېر.

د ګوګل شرکت داسي ټکنالوجي سمبال کړې ده چي د نويو ستورو په کشفولو کي د انسانانو سره مرسته کولای سي.

دا نوی نظام د ناسا ادارې اړوند کلېپر فضايي تلسکوب په مرسته کشف سوی دی.

دا ستوری زموږ څخه 2545  نوري کلونه ليري دی، خو شمسي نظام ئې زموږ د شمسي نظام په څېر دی.

د تکساس په اوستن پوهنتون کي څېړونکی اندرو فانديربورګ وايي: د کليپر – 90  نظام زموږ د شمسي نظام يوه وړه کاپي ده، هلته په دننه کي واړه ستوري او هم ورڅخه بهر لوی ستوري سته، خو ټول په يوه يون روان دي.

مثلا د هغه نظام يو بهرنۍ سياره کټ مټ په هغه اندازه مدار کي راڅرخي پر کومه چي مځکه د لمر پر شاوخوا راڅرخي.  

ياد نظام چي د کليپر – 90 آی په نامه نومول سوی د ستوري پر شاخوا د دوران دوره په 14.4 ورځو کي بشپړوي او د لمر ته برابره ترټولو ګرمه سطحه ئې 425  درجې اټکل سوې ده.

  په دې اخرو کي زموږ د شمسي نظام بهر شاوخوا 3500 سيارې کشف سوي دي چي پر نورو ستورو او لمرونو راڅرخي.