کور / راپور / روسيه غواړي د افغان حکومت سره د امنيت په سمون کي مرسته وکړي

روسيه غواړي د افغان حکومت سره د امنيت په سمون کي مرسته وکړي

د روسيې ولسمشر ويلاديمر پوتين ويلي چي د افغان حکومت سره امنيتي مرستو ته تيار دی. ښاغلي پوتين دا څرګندوني پر داسي مهال کړي چي په افغانستان کي د طالبانو او داعش وسلوالو پر مورچلو د امريکا بمبارۍ درې جنده زياتي سوي دي.

پوتين همدا راز د افغانستان حالت انديښنې وړ وباله او زياته ئې کړه چي په افغانستان کي امنيتي حالت د اندېښنې وړ دی، مسکو او اواشنګټن په افغانستان کي د امنيت د سمون لپاره ګډه همکاري کولای سي.

امريکايي چارواکو ويلي چي د افغانستان لپاره د امريکا د تګلاري په عملي کېدو سره مثبت بدلونونه راغلي دي او د ترهګرۍ په له منځه وړلو کي دا تګلاره ګټوره ثابتېدای سي.

وړاندي ځينو افغان  او امريکايي چارواکو روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې وه چي روسيې دا تورونه په کلکه رد کړي وه.