کور / راپور / افغان چارواکي: په تېرو څلورويشتو ساعتونو کي مو طالب وسلوالو ته مرګژوبله ور اړولې ده

افغان چارواکي: په تېرو څلورويشتو ساعتونو کي مو طالب وسلوالو ته مرګژوبله ور اړولې ده

د افغان چارواکو په وينا په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي ۱۰ طالب وسلوال وژل سوي دي.

د ننګرهار د پوليسو په وينا تېره شپه ۴ طالب وسلوال د خوږيانو ولسوالۍ د تنګ په سيمه کي هغه مهال ووژل سول چي افغان ځانګړو ځواکونو په ياده سيمه کي شپنيز عمليات وکړه، د چارواکو په وينا په يادو عملياتو کي ۹ مشکوک افراد هم نيول سوي دي.

همداراز په ميمنه کي د طالبانو د جلب وجذب قومندان ملاسحر ګل د افغان ځواکونو لخوا نيول سوی دی، ملا سحر ګل په فارياب ولايت کي د طالبانو د جلب وجذب مسؤول وو چي تېره ورځ ئې د افغان ځواکونو لخوا د نيول کېدو اعلان وسو.

ددې ترڅنګ د بادغيس د بالاغاب ولسوالۍ  لپاره د طابانو نومول سوی ولسوال د ملي اردو سره په نښته کي وژل سوی دی.

د هلمند چارواکي وايي ۲ طالب وسلوال ئې په لښکرګا کي د چاپې وهلو پر وخت وژلي.

د يادو عملياتو په هکله تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.