کور / راپور / د ښوونځيو استادان: د معاشو ځنډېدل مو ژوند را تريخوي

د ښوونځيو استادان: د معاشو ځنډېدل مو ژوند را تريخوي

د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د ښوونځيو استادان وايي چي له دوو مياشتو راهيسته ئې خپل معاشونه نه دي اخستي. او دا کار مو پر ژوند بد تاثيرات کړي دي.

د ښوونځيو ښوونکي وايي چي مياشت وړاندي ئې د حکومت په سپارښتنه  بانکي حسابونه جوړ کړل خو تراوسه ددوی حسابونه پرانستل سوي نه دي.

د ښوونکو په خبره په نوي کابل بانک کي ددوی بانکي کارټونه  بند دي او د پرانستلو لپاره ئې اړوند مسؤولين نه لاس په کار کيږي. ددوی په وينا څو ځله ئې بانک ته مراجعه کړې ترڅو خپل بانکي کارټونه پرانيزي او خپل معاش ترلاسه کړي، خو د بانک مسؤولينو ئې غوښتنه نه ده منلې.

خلګ د ځينو حکومتي ادارو څخه شکايت کوي چي مامورين ئې کارونه په سمه توګه نه اجراء کوي او د يوې ورځي کارونه ئې په اونيو اونيو ورځنډوي. چي يوه هم پکې د نوي کابل بانک اداره ده چي ددې ادارې په خنډ و ځنډ کي د خلګو ورځنۍ چاري ټکنۍ کيږي او د وظيفې پر کيفيت ئې بده اغېزه کوي.