کور / علمي / د نړۍ پنځه لوی کتابونه

د نړۍ پنځه لوی کتابونه

لیــــک او ژبـاړه: ح حقـوېش،

۱: لایبــریـري آف کـانــګریـس(Library Of Congresr)،

لایبــریـري آف کـانــګریس یـا د کـانــګریس کتــابتـون دا پـه نـړۍ کـي لـومــړی کتــابتـون دې چــي زیـات شمېــر کتــابـونـه پـه ځــان کـي خـونــدي لــري. او لـوستـونــکې پـرې خپــله تنــده مـاتـوي. د دې کتـابتــون بنســټ پـه ۱۸۰۰ز کـال کــي د امـریــکا دوم اولسمشر “جـان ایـډمــز” پـه واکمنــۍ کـي وشـو. چــي پـه اوس وخــت کـي د امـریــکا د ملـي کتـابتــون آرزښــت لــري. او دا کتـابتــون د امـریــکا د کـانــګریس لپــاره هــم کتــابـونـه، دوسیــې او نـور آړین شییــان خـونــدي کـوي. د امـریــکا جنـــګ “اینــګلو” چــي پـه ۱۸۱۲ز کـال کــي پیــل شـو د جنــــګ پـه تـوده لــړۍ کــي انګلـیسیانـو پـه ۱۸۱۴ز کـال کــي “لایبــریـري آف کـانــګریس” ویجــاړه کـړه. خـو پـه ۱۸۱۵ز کـال کــي د امـریــکا دریــم اولسمشر “تهـومس جیفـرسن” د دې کتـابتــون ودانــۍ او نـور ټـول کـارونـه بیــرتـه ورغـول او د خپــل شخصــي کتــابتــون څــخه یــې تـر ۶۰۰۰ زیـات کتـابـونـه ورتـه ډالــۍ کـړل. دا کتـابتــون د امـریــکا پـه مـرکـز واشنــګټن ډي سـي کـي یـوه درې پـوړیــزه ودانــۍ لـري او ۱۶۰۷لــکه ۷۵زره ۴۶۹ آثـار پکښـي خـونــدي دي چــي پـه هــغه کــي کتـابـونـه او نـور آثـار هــم شتــه.

د کتـابتــون کـارمنــدان خبــر ورکـوي چـي دلتــه ۲۳۸لــکه ۹۲زره ۶۸ کتــابـونـه پـراتــه دي چــي پـه هــغه کـي ۵۷۱۱ داســي کتــابـونـه دي چـي د پنځلسمي پېــــړۍ لـه مخــه خپــاره شـوي دي. لـه دې ســره ۱۴۰لــکه ۶۷زره ۲۶۰ مجلــې، ورځپـاڼــي، تخنیــکي راپـورونــه، موسیقــي، پــم فلــیټ، پیتــې(کېسټ) او نـور خپــاره شـوي تـوکـي هــم د کتـــابتــون بـرخــه دي. ۱۲۲۸لــکه ۱۰زره ۴۳۰ بېلـي بېلـي دوسیــې یـا غیــر طـبقه بنــدي (nonclassified) دوسیــې او نـور خـاص تـوکــي هــم د دې کتــابتـون بـرخــه دي. ۱۰لــکه د امـریــکا د دولــت دوسیــې چــي لـه تېــرو درې پېـــړیـو څــخه پـه نـړۍ کــي خپــرې شـوې دي. ۱۰لــکه بېلـي بېلـي ورځپـاڼــي، ۱لــک ۲۰زره کمــک بـکس، ۸۰لــکه ډالــره ورتـه کلنــۍ بـودیجــه ځـانــګړې شـوې ده. چــي تـر اوســه پـوري یــې ۱۵۰لــکه دوسیـو او نـورو تـوکـو تـه انټــرنیټــي بڼــه ورکــړې ده.

۲: بـریټش لایبـــریـري(British Library)،

بـریټش لایبــریـري یـا بـریټش کتــابتـون دا کتــابتـون د کتـابـونـه او نـورو تـوکـو پـه خـونــدي کـولـو کـي پـه نـړۍ کـي دوم ځـای لــري چــي ستــر کتــابتـون دې. چــي انګلــیستان پـه خپـل هېــواد کـي د ملـي کتــابتـون ځـای ورکـړی دې. دا کتــابتـون پـه ۱۹۷۳زېـږدیـز کـال کــي د انګلـیستان پـه پـلازمېنــه لنــــدن کـي جـوړ شـوی. چــي تـر دې لـه مخــه دا کتــابتـون د “بـریټش مـوزیـم” بـرخــه وه. پـه دې کتــابتـون کـي ۱۵۰۰لــکه آثـار خـونــدي دي. چـي پـه هــغه کـي ۱۳۹لــکه ۵۰زره کتــابـونـه، ۳لــکه ۵۱زره ۱۱۶ پـه لاس لیــکل شـوي آثـار، ۴۳لــکه ۴۷زره ۵۰۵ نقشــې، ۱۶لــکه ۷زره ۸۸۵ د موسیقــي ثبــت او نـور شییــان شتــون لـري. پـه دې کتــابتـون کـي د عیســی(ع) د وخــت آثـار هــم شتــه چــي ۲۰۰۰ کلـن تـاریــخ لــري. پـه انګلــیستان او ایـرلېنــــډ کـي چــي کـوم کتـابـونــه چـاپ کیــږي د هــغو څــــخه یـو یـو کتــاب پـه “بـریټش لایبـــریـري” کـي خـونــدي کیــږي. د ځېنـو مـالـومــاتـو لـه مخــي پـه ورځ کـي ۸۰۰۰ کتــابـونـه دې لایبــریـري تـه د خـونــدي کـولـو لپـــاره راځـي چــي لـوستـونــکي یــې ولـولــي. بـریټش کتــابتـون د ډیـرو پخـوانــي وختــونــو او د نـورو تاریخــي وختـونـو ۳۰زره عکـسونـه پـه انټـرنیتــي بڼــه هــم خپـــاره کـړي دي. لـه دې ســره ســره یــې نـور ډیـر پـه لاس لیــکل شـوي آثـار یــې هــم پـه انټـرنیټــي بڼــه سـاتلــي دي. پـه دې کتــابتـون کـي ۶۰۰۰ ثبــت شـوي ږغـونـو تـه پـه انټـرنیــټ کـي هــم لاســرســــی لــرو.

۳: لایبـــریـري اینـډ آرکـائیـوز کـانــاډا(Library And Archives Canada)،

دا کتــابتـون د نـړۍ دریــم ستــر کتــابتـون دې.

“نیشنـل لایبــــریـري آف کانـاډا” چــي پـه ۱۹۵۳ز کـال کـي جـوړ شـوی وؤ. او پـه ۱۹۱۲ز کـال کــي د جـوړ شـوي کتــابتـون “پبلــک آرکـائیـوز آف کـانــاډا” نـوم پـه ۱۹۸۷ز کـال کـي “نیشنـل آرکـائیـوز آف کـانــاډا” واړول شـو.

پـه ۲۰۰۴ز کـال کـي ” نیشنـل لایبـــریـري آف کـانــاډا” او “نیشنـل آرکـائیـوز آف کـانــاډا” ســره ګـډ شـول یـو کتــابتـون ” لایبــریـري اینـډ آرکـائیـوز کـانــاډا” ورڅــخه جـوړ شـو. دا کتــابتـون د کـانــاډا پـه پـلازمېنـه اوټــاوا کـي شتـون لــري. پـه دې کتــابتـون کـي د کتــابـونـو او ثبــت شـوي ږغـونـو پـه شمــول ټـول ۵۴۰لــكه آثـار دي. ۱لــک ۶۷زره د کـانـاډا د دولـت دوسیــې، ۲۰۰لــکه کتــابـونـه، ۲۴۰لــکه عکـسونـه، ۳۰۰لــکه آرکـي ټیکچــرل ډرائنــګز، نقشــې او نـور ډولـونـه،۴لــکه ۲۵زره پـه لاس جـوړ شـوي انځـورونـه / پینټنــګز / پـوسټــر / پـرنټس / مـاډلــز او نـور، ۳۵۰لــکه سـاعتــه د فلـم ثبــت او ۵لــکه ۴۷زره د مـوسیقــي ږغـونـو ثبــت پـه ” لایبــریـري اینــډ آرکـائیـوز کـانـاډا” کـي خـونــدي دي. د کتـابتـون پـه فلــم ثبــت بـرخــه کـي ۵زره ۵۷۵ داســي فلمـونـه خـونــدي دي چــي تـر ۱۹۱۲ز کـال لـه مخــه وؤ. پـه دې کـي د کـانـاډا لـومــړی “مـوشـن پکچــرز” فـوټـوکـاپــي هــم شتــه. د کتــابتـون ثبـت یـو میلیــارد میــګابـایـټ ډیټــا یــې پـه ډیجیټـل مـوډیــم بـانــدي هــم آړولــې ده. چــي هــغه تـه د هـر چـا لاسـرســـی شـونــې دې.

۴: نیـو یـارک پبلــک لایبـــریـري(New York Public Library)،

د نیـو یـارک پبلــک کتــابتـون پـه ۱۸۹۵ز کـال کـي جـوړ شـوی. دا کتــابتـون د امـریــکا دوم لـوی کتــابتـون او د نـړۍ څلــورم لـوی کتــابتـون بلـل کیــږي. دا تـاریخــي کتــابتـون د امـریــکا پـه نیـویـارک ایـالــت پـه ډیـرو ځــایـونـو کـي ۸۷ څـانــګي لـري. خـو لـوی مـرکــز یــې پـه نیـویـارک ښــار کــي ده. خـاص خبــر خـو دا ده چــي دا کتــابتـون د دولــت لخــوا نـه پـه شخصــي ډالیــو ســره مختــه وړل کیــږي. چـي تـر دې وختــه پـه دې کتــابتـون کـي ۵۳۱لکه آثـار خـونــدي دي چــي پـه هــغه کـي کتــابـونـه، فلــمونـه، آډیـو، ویـډیـو، عکـسونـه، نقشــې او نـور تـوکــي شتـون لـري. د کتــابتـون د منــظم کـولـو او چلـولـو لپــاره تـر ۳زره ډیـر کسـان کـار کـوي. د نیـویــارک کتــابتـون ۷لــکه عکـسونـو تـه انټـرنیتــي بڼــه هــم ورکـړې ده چــي د دوی پـه ویبپــاڼــه بـانــدي خپــاره شـوي دي. او بین الملـل مجــلې “ټـایمــز” هــم دا ویبپـاڼــه پـه ۲۰۰۵ز کـال کــي د نـړۍ پـه ۵۰ غـوره ویبپــاڼـو کــي ورګــډه کــړې وه. او پـه ۲۰۰۶ز کـال کــې غـوره ریسـرچ پـاڼــه هــم بللــې وه.

۵: د روسیــې اسټیــټ لایبــریـري(Russian State Library),

د روسیــې اسټیــټ کتــابتـون د روسیــې پـه پـلازمېنــه مــاســـکو کـي ودان دې. دا کتـــابتـون د نـړۍ پینځـــم لـوی علمــي کتــابتــون راپېـــژنــدل شـوی دې. چـي د روسیــې د ملـي کتــابتـون ځــای یــې هـــم نیـولــی دې. پـه ۱۸۶۲ز کـال کــي د جــوړ شــوي کتــابتـون نـوم “پـه ۱۹۲۵ز کـال د کمیـونیســـټ انقـــلاب جـوړونـــکي ولادیمیـــر لینـن (وي آئ لینـن اسټیـــټ لایبـــریـري آف دي یـو، ایـس، ایـس، آر) پـه نـوم شـوه”. خـو پـه ۱۹۹۲ز کـال کــې دا نـوم تغیـــر کـړ بېـــرتـه یـــې د “روسیـې اسټیـــټ لایبـــریـري” نـوم وربـانــدي کېښـود. دا تـاریـــخ کتــابتـون پـه ۲۷۵ کیـــلو میټـره کــي خپــور پـروت دې. چــي د ۴۴۰لــکه څـــخه زیـات آثـار پکښـي خـونــدي دي. د هغـــوۍ څــخه ۱۷۰لــکه کتــابـونـه، ۱۳۰لــکه مجـــلې، ۳لــکه ۵۰زره سنـــدري او ثبــت شـوي ږغـونـه، ۱لــک ۵۰زره نقشـې او نـور تـوکــي شـامـل دي. پـه کتــابتـون کـي راغـونــډ شـوي تـوکــي د نـړۍ پـه ۲۴۷ ژبـو کـي دي او پـه ټـولــو آثـارو کــي ۲۹ پـه سـلو کــي د خــارج هېـوادونـو دي. د شـوروي اتحـــاد پـه وخـــت کـي لـه ۱۹۲۲ز کـال څـــخه تـر ۱۹۹۱ز کـال پـوري پـه هېــواد کــي د هــر خپـــاره شـوي کتـــاب یـو ټـوک بـه د روسیـــې اسټیــټ کتـــابتـون کــي ښـودل کېـــده.