کور / راپور / اجرائيه رئيس د پاکستان د پارلمان او مدني ټولنو له استازو سره خبري اتري وکړې

اجرائيه رئيس د پاکستان د پارلمان او مدني ټولنو له استازو سره خبري اتري وکړې

اجراییه رییس د پاکستان د پارلمان او مدني ټولنو له استازو سره ولیدل

د اجرائيه رياست څخه په خپره شوې اعلاميه کي ويل شوي چې د هېواد اجراییه رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د پارلمان او مدني ټولنو له غړو سره نن په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د پاکستان د پارلمان، مدني ټولنو او رسنیو استازو راسره د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو، سوداګرۍ په پراختیا، د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو په لرې کولو بحث وکړ.

هغوی وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي او کوښښ وشي چې د ښه ګاونډیتوب د اصل پر بنسټ اړیکي ښې شي.

اجراییه رییس وویل چي افغانستان تل د خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او دا اړیکي باید پر متقابل احترام، د ښه ګاونډیتوب پر اصل او رښتینې همکارۍ استوارې وي.

د اجراییه رییس په وینا، دواړو ملتونو ترمنځ د همکارۍ ښه روحیه شته؛ خو باید له دې روحیې څخه د اړیکو د ښه کولو لپاره باید استفاده وشي.

اجراییه رئيس زیاته کړه چې د اعتماد فضا رامنځته کولو اساسي اصل له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه، په پاکستان کې د وسله والو د شته مركزةنو له منځه وړل دي او باید په دې برخه کې اساسي اقدامات وشي.