کور / سياسي / د پښتنو یوالی د پښتنود بري او بقا ضامن دی!

د پښتنو یوالی د پښتنود بري او بقا ضامن دی!

عبدالحکيم نورزی

دهرملت وګړی چی د ملی وحدت په تارسره پیولی وی نو هغه ملت خپلواک،اباد او د زمانی دناکردو څخه په امان وی خو دکوم ملت غړی چی د نفاق پرلاره روان وی نودا ملت دپردیوغلام ،محکوم اومظلوم وی.

په پنځلمه میلادی پیړۍ کښی چی پښتانه په اتفاق نه وه ،هره قبیله د بلی څخه بیله او حتی په دښمنی کښی یو د بل سره او سیدل نو د مغلویو کوچنی لښکرد الغ بیګ او بیا دبابرپه مشرۍ پردوی ډیر ظالمانه حکومت چلوی دمثال په ډول بابرپربنګښو،هنګو،مروتو،یوسف زو، سلیمانخیلو، توخو، ناصرو،هوتکو ،کندهارییواو نوروپښتنوبی رحمانه حملی وکړی

نارینه یی ورشهیدان کړل دسرو څخه یی منارونه جوړکړل مالونه او شتمنۍ یی ورلوټ کړی اوداسی نور…

کله کله به د پښتنو دوی دری قبلی سره متحدی شوی او دښمن ته به یی سترتاوانونه ورسول لکه افریدو،مهمند،خټکواونورو چی د خوشال خان،دریاخان او ایمل خان تر رهبرۍ لاندی دډهلی مغل ترپوزی راوستل،دپیر روښان هم عین کیسه وه،خو د یو څو قبلو اتحاد د ټول پښتون ملت د سره اور نشو مړکولای.

کله چی میرویس نیکه اواحمد شاه بابا پښتانه دعزیز ګلوی د محبت په تارسره پیوند کړل اودیوملت په حیث یی پر یوه مرکزبیا سره راټول کړل نتيجه دا شول چی پښتنود پردیو دغلامۍ پنځه سوه کلن جغ د اوږو څخه وغورځوی او پدی منطقه کښی یو ځل بیا د یو سرلوړی او خپلواک افغان ملت په حیث راڅرګند شول.

دپښتنو دښمنان دانګریزانو د مشهورفرمول په پیروۍ چی وایی:

(بی اتفاق یی کړه او حکومت پر وکړه)کوښښ کوی چی پښتانه بی اتفاقه کړی او بیا باداری پروکړی .

دپښتنو دښمنان د پښتنو د بی اتفاقۍ د پاره دډول ډول چلونوڅخه کار اخلی کله دیوی سیمی (شرق،غرب،شمال،جنوب) پښتانه دبلی سیمی،کله دیوی لهجی پښتانه د بلی لحجی او کله یوه قبیله د بلی قبیلی پر ضد استعمالوی.

مغلو اوایرانیانو د پښتنو د بی اتفاقی د پاره دنورو حربو سره سره د درانی او غلجی د حربی څخه ډیره استفاده کول.

لوی احمدشاه بابا دپښتنو ددښمنانو دپورته ذکر شوی چلونو په باره کښی خپل بچیانو ته داسی نصحت کړیدی، هغوی واحد پښتون ملت ګڼی اتفاق اویوالی ته یی را بولی.

قافله د عشق راغلی د کوم خوا ده – پر زړګی باندی می شپه کا څه غوغا ده.

ټوله یو دی که غلجی که ابدالی دی – ښه هغه چی یی د زړه ښیښه صفاده.

چی عمل یی د نیکۍ وی میړه هغه – که اغوستی یی ګدله د خمتاده.

پښتانه دی ټوله لاس سره یو کاندی – چی غزا مو پر هر لوری شا وخوا ده.

لوی احمد شاه باباپښتانه داتفاق په روحیه دملی حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا، ملی ګټواو داسی نوروملی ارزښتونو ددفاع په خاطردمبارزی میدان ته را بولی .

ډیروګرانواو قدرمنو پښتنوخویندواو وروڼوهوښیار او متوجه اوسی زمونږ هیواد د تاریخ د ډیرحساس پړاو څخه تیریږی ،زمونږ دملت ازلی دښمنانولیری او نږدی ګاونډیانو دافغان مظلوم ملت دهر ارزښت او هری شتمنۍ لوټلو ته ملاوی تړلی دی،دهغوی دجاسوسۍ سازمانو زمونږ د ټولنی په هر قشر کښی ژور نفوذ کړیدی…

دافغان نجیب ملت تورمخی دښمنان پدی تلاش کښی دی چی د خپل اجنټانو په واسطه دپښتنو یوالی د منځه یوسی او هغوی ددرانی او غلجی په نوم سره وویشی.

ګراونو ورڼو او خویندو متوجه او هوښیاراوسی هرڅوک په هر دولتی یا ټولنیز مقام کښی چی قرارلری په هر نوم یاعمل چی د پښتنو په منځ کښی د درانی او غلجی په نوم د بی اتفاقۍ راوستلو تلاش کوی هغه کس ته د ملی خاین په سترګه وګوری .

دپښتو او پښتونولی د قانون مطابق پښتانه باید ملی خاینین ورټی مړی او ژوندی ورسره قطع کړی او د خپل منځه یی وباسی.

ومن الله التوفیق.