کور / راپور / ناټو افغانستان ته تازه دمه سرتيري ليږي

ناټو افغانستان ته تازه دمه سرتيري ليږي

د ناټو د ځانګړو ځواکونو یوه ډله افغانستان ته ځي ترڅو افغان ځانګړو ځواکونو ته د جګړئيزو مهارتونو او نورو تکتيکونو روزنه ورکړي او د جګړې د اغیزمنو پوځي عملیاتو په ترسره کولو کي سلامشورې ورکړي.

ناټو ویلي چي يادو پوځيانو د بلجیم په مونس ښار کي خپلي روزني بشپړې کړي او ژر به افغانستان ته واستول شي. خو تراوسه د دغه پوځيانو د شمېر او دا چي د کومو هيوادونو دي، څه نه دي ویل سوي.

 افغانستان دا مهال شاوخوا ۱۸۰۰۰ ځانګړي ځواکونه لري چي د طالب جنګیالیو او داعش ډلې په ضد ۸۰ سلنه عملیات ترسره کوي. د افغانستان حکومت غواړي چې د دغو ځواکونو شمیر ۳۵ زرو ته ورسوي.‌ دا مهال امریکايي‌ پوځیان د افغان کوماندو ځواکونو روزنه،‌ تجهیز او ملاتړ کوي.

د شاوخوا ۳۵۰ زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ،‌ په افغانستان کي دا مهال تقریباً ۱۵زره امریکايي او ناټو ځواکونه هم میشت دي.