کور / سياسي / له معلم عطا څومره خلک بيزار دي!؟

له معلم عطا څومره خلک بيزار دي!؟

د۲۰۱۷ ز کال ددسمبر ۱۸

ليکوال  : حبيب الله غمخور

که په افغانستانستان کي دسولی اوثبات سره مينه لری ؟ نوپدې هيواد کي دقانون دپلې کېدولپاره مبارزه پرځان فرض وبولئ .

په ډله ايزو رسنيوکي مې واورېدل چې  نن دافغانستان جمهوررئيس دمزار دوالی هغه استعفا منلې کوم چې  څه موده پخوا یې وړاندي کړې وه اوزموږ دمعلوماتوله مخي تل یې پردې ټينگار کاوه چي دا استعفا ومنل سی .

ددې خبر تر نشر وروسته  چې دمعلم عطا استعفا ومنل سول دادفيسبوک دوستان نږدې وه چې دخوشحالی نه حلواوي ووېشي . ماددوي ټولونظريات ولوست  اوپدې پوه سوم  چي افغان ولس په کومه کچه ددې سړی نه بېزار اوله واکه په ليري کولو یې څومره  خوشحاله سو .

ما نه غوښتل ددولتی مشرتابه پردې پرېکړه  اوس  بحث وکړم ،ځکه  معلم عطا نور دمزار سرپرست والی وو اوبيا یې ليکلې استعفا وړاندي کړې اوجهوررئيس مستعفی ته دوخت په ورکولوسره ،دده دهرگړی يادولواويو شمېرخپل سريوچي دافغانستان داساسی قانون له مخې يې ديووالي په توگه دجمهوررئيس اودولتی سيستم پروړا

ندي کولې چې دهغه حق یې نه درلود،جمهوررئيس دمعلم صاحب عطا وړاندي سوې استعفا ومنل. دادجمهوررئيس قانوني واک اوصلاحيت دي چې نه يوازي ديوه دولتي چارواکي استعفا ومنې بلکي هغه له دندي گوښه کړي.

داگوتنيونه چې موږ افغانانو لرل اوويل موچې دجمعيت تنظيم له قانون نه سرکښي کوي،يا يووالی دملک دجمهور رئېس پروړاندي بغاوت کوي،کله دبهرنيوچارو وزيراوکله هم دپارلمان رئيس يا ددولتی ادارې بل کوم چارواکي لکه قوماندان امرالله صالح چې اوس دسياسي سړي اکټونه هم کوي اوياد دوي نورددېگدان تالی څټی چې داټول له يوه اخوره دانه خوري په خپلوويناو اوحرکتوزموږ وړاندوينه ثابه کړه ، دوي يوازي خپله خبره منې خو قانون  نه سرکښی ته دافغان ولس دارادې خلاف حرکت نه ددفاع  نوم ورکوی ،چې گويا دوي دافغان ولس خواخوږي دي.

که له دې پردولويوسوواونمک حرامونه نه پوښتنه وکړې چې داتاسو چي پرې نازېږئ که له هغونه پوښتنه وکړو څونفره به درپسې ولاړسي،بيانوسترگې مړې ونيسی اومځکې ته به گوري.داځکه چي دوي دهيڅ قوم استازيتوب نسي کولاي لکه يوشمېرپښتانه اويا يودوه درې ازبک سياسي سوداگر . حقيقت خو دادی چې دارټل سوي چهرې دي خوغواړي په خبرواوشعارونوچې ورته د بادارلخوا نه هدايت سوی خلک وډاروي.

اوس تاسو قضاوت وکړي ؟

جمهورئيس دخپل سرپرست والي چې په عين حال کي يو نظامي رتبه هم  لري استعفا نامه ومنل،يا یې له کاره گوښه کړ،دادجمهوررئيس قانوني صلاحيت دي.ولي ټول پورته اوکښته کېږي؟ جالبه کله چي دانورواليان اويا حتی وزيران بدلېږي اوياله کارنه گوښه کيږي هغوي ولي اخطارونه  نه ورکوی؟ ولي نه وايي چې دا پرېګړه نه منم ،چې نن دپردوروزل سوی جنگسالار وپاټکسالاردپردوترحمايي لاندي معلم عطا اودجمعيت تنظيم دملک دقانوني جمهوررئيس دپرېکړي په هکله وايي:د جمعیت اسلامي ګوند دارګ له لوري دنورد استعفا منظوري نه ‌مني. که دهمدې سياسي ماشومانو،ولی دافغان ولس دماهرو وژونکونه اودپرديو لخوا روزل سوو نه پوښتنه وسی چې تاسو افغانان ياست ؟ تاسو قانون منی؟ تاسوپه دولتي تشکيل پوهېږي؟ تاسودجمهوررئيس په صلاحيتونو خبر ياست؟ تاسوديوه تنظيم يا سياسي گوند په صلاحيت او قانونی مسوليت پوهېږی؟ پدې باوريم چي دوي به دايوه خبره کوي موږ دروسې پرخلاف جهاد کړی، سره لدې چې دوي دروسیې تاريخي نوکران دي اودادرواغ وايي ،همدا اوس هم دوي له هغه اخورنه دانه خوري.

تاسوخپله قضاوت وکړی يوبل ځاي دجمعيت تنظيم ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت ازادي راډیو سره په خبروکې وویل چې ارګ په یو اړخیزه توګه د عطا محمد نوراستعفا منظورکړې اودا عمل د جمعیت ګوند په هېڅ صورت نه‌ مني. که دېته له قانون نه سرکښی نه واياست نو څه ده

سوال دادی چي ايا په افغانستان کي دانورسياسي گوندونه اوتنظيمونه هم همدا ډول دسرکښي واک لري؟ اياتاسو اورېدلی چي کوم سياسي گوند اخطارورکړی چې ولی موزموږغړي پکارندی گمارل سوی ؟ سره له دي چې ديوشمېرسياسي گوندوغړي ددې ډول تنظيموپررهبرانوشرف لری،ځکه نه خاين اونه هم دملت په وينومليارډران سوی.

ددې ټولوخبروترڅنگ خپله سرپرست والی عطا محمد نوراوس چې پوه سودجمهوررئيس حوصله هم مخ پرختمېدوده له خپلو يو شمېرپلويانو سره له ليده کاته وروسته هغوى ته وينا کوله وويل ولسمشرغني ته وړاندې شوېاستعفا پاڼه زړه ده چې ورسره مله شرايط پوره نشول، نو له دې امله يې نه مني .د ارگ دا پرېکړه چې گواکې د ده استعفا يې منلې ردوي اوخپله دنده نه پرېږدي.

تاسو دنړۍ په کوم هيوادکي ليدلی چې يوجمهوررئيس ددولت يو مامورله کاره گوښه کړی اوداښاغلی بيا وايي زه دهمدې دولت ماموريم ؟

که پوښتنه ورنه وسی چې ته ښاغلی دولايت په مقام کي چاته طابع اوکوم قانون پلی کوې جواب به یې څه وي؟ اوکه دمزار دخودمختاری داعلان خبره وي بيانو ټول ملت دجمهوررئيس وشاته بايد ودرېږي .موږنه غواړوچې دپردو په دستوردمرحوم ډاکترنجيب الله دحاکميت تجربې يوځل بيا عملی سي.پدې صورت کي جمهوررئيس مکلفيت لري دقانوني صلاحيت نه په استفادې سره بغاوت کوونکی لاستړی محکمې ته حاضرکړی.

که دا ښاغلی نالوستی نه واي نوديوه نظامي شخص په توگه چې داهم دښاغلی کرزی دملي ناورين ډالی دي به یې دجمهوررئېس پروړاندي خپل مسوليت پېژندی اودابايد ورته معلومه وي چې په کراتو داخبره سوې چي وپوځی افسرنسي کولاي په سياسي حرکتونو کي برخه والي اوهمدا ډول بېله بغاوت نه نسي کولاي دجمهور رئيس اوقانی مسولينوپروړاندي شعارونه ورکړي اوياگوت څنډنې وکړي.داسي معلومېږي چي عطا داسي فکر کوی داسترجنرالی چي چاورکړې هغه دلته نسته اودده خبري نه اوری ،ځکه نودابل واک ځان خپلواک بولي.

خود ولسمشرۍ وياند شاه حسين مرتضوي د ښاغلي نوروروستۍ وينا ته په غبرگون کې بي بي سي ته وويل “استعفا يوځل کېږي، چې وشوه او ولسمشر هم ومنله. د ارگ دريځ هماغه دى چې اعلان شوى.”

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې ويناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د بلخ د والي عطا محمد نوراستعفا منلې ده .

زما وړانديزدادی چي دقلم خاوندان نه په احساساتی شعارونو بلکی په  علمي او سياسي منطقودقانون دپلی کولو نه ملاتړ وکړي ،اوهمدا ډول داپه افغانستان کي راجسترسوی سياسي گوندونه  چې ځان ملت ،دموکراسی ،قانونيت او دقانون پلي کولوته ژمن بولي ،په خپل ملي اوسياسي دريځ هرچاته داټکی ورپه گوته کړي ،چي که شپه تياره ده نو مړې په شماردی .

غير له هغه به ملت ددېداسياسي گوندونو په  هکله همدا ډول قضاوت وکړی کوم چي دجنگسالارو اوسياسي سوداگروپه هکله یې کوي .