کور / علمي / د لائق لياقت

د لائق لياقت

ليکوال: سردار محمد همدرد

کله چې د ادب دنیا ته راغلم، ښاغلی سلیمان لایق مې د دې وطن د لوی ادیب، روشنفکره او سیاستمدار په توګه وپیژنده. له بده مرغه د شوروي له یرغل څخه وروسته په دې وطن کې سیاست ډېر بدنامه سو. پر ډېرو سیاسیونو او لیډرانو باندې د ولسونو باور کم سو. د دې چارې لوی عامل د وطن ملي ګټې او لوی ارمانونه (نه) وه؛ بلکې شخصي تمایلات او ځانغوښتنې وې. داسې نه ده چې په دې دوره کې لوړ شخصیتونه نه وو؛ شخصیتونه وو، لیکن یوازې شل سلنه وو. اتیا سلنه یې هېواد پلورونکي د خلقي او مجاهد په صف کې وو. ستر تاریخي فرصت مو له لاسه ورکړ. هو! هم به یې سره شوروي ته ماته ورکړې وه او هم باید ښکېلي ډلې افغانان سوي او ټولې زړې خبرې یې هېرې کړې وئ. یو بل یې سره زغملي وای او ګډ حکومت یې جوړکړی وئ.  خو په خواشینۍ سره ډېرو سیاسیونو ته د ملي ګټو پرځای شخصي ګټې، واک او لنډ مهاله برم او دبدبه مطرح وو. لایق هم د دې سیاسي یون او اوښتون یو مضبوط لوری و؛ خو پر ملي ګټو مین لوری. داسې لوری چې په خپله وینا يې " په ټول عمر مې د چا سره ذاتي عقده نه ده پاللې. هر څه چې پېښېدل، د لوی افغانستان د ګټو لپاره وو".  د خبرې سر ته راځم. څو ورځې مخکې کابل ته تللی وم، د علومواکاډمۍ د ځوان غړي شریف الله دوست سره مې یو ځای له استاد سلیمان لایق سره ولیدل. په لیدلو او مجلس کې یې مینه راکړه. ما ورڅخه په پیل کې د هغه شعر پوښتنه وکړه، چې مطلع یې ده:  غني ستا ترسترګولاندې یو مضبوط وطن نړیږي  چې یاد شعر د غلامانو سرود کتاب کې د وینو دواټُ تر لیک لاندې ویل سوی دی. ما دلته د شعر روان تسلسل مات کړ. یواځې مفهوم مې ځینې راوخیست. د ښاغلي لایق سره مې د همدې شعر په اړه اوږدې خبري وکړې. رښتیا چې په دې شعر کې د وطن لوی ارمانونه نغښتي دي. زه یاد شعر چې جاوید امرخیل په خپل ښکلي اومینه ناک ږغ کې ویلی دی، هره شپه کله چې یواځې سم او د وطن غم ټکوروم، دا شعر ډېر اورم او تل یې اورم. زما او لایق صاحب تر منځ تود بحث هم هله پیل سو، چې کله مي د لایق صاحب څخه د دې شعر د کیفیت، تخیل او انګېزې په اړه پوښتنه وکړه. لایق ډېرې د وطن د میني او ارمانونو خبرې وکړې او د وطن د ورانۍ ترخې خاطرې يې د ژوندي تاریخ د کتاب له پاڼو راته یادې کړې. پر زیاتو تېروتنو، هغه يې که خپلو ملګرو کړې وې او یا د وخت مخالفینو وغندل. پر همدې یې ټینګار وکړ، چې اوس هم ناوخته نه دی. د وطن ملي یوالی باید یقیني کړو او دا وطن باید په خپله افغانان جوړکړو. د حق اداینې په ردیف کې لومړی افغانان مکلف دي، چې خپل وطن جوړ کړي. بهرنیان په دویم ردیف کې شتون لري. که مونږ خپله ځانونه د وطن څښتنان نه کړو، پردي خو یې بیخي نه جوړ وي. پردیو خو زموږ د مټو تاریخي زور لوستی دی، چې د دوی پر سیمو مو ورته سترواکۍ جوړولې. هغه چې بیرغ به مو پر اصفهان او ډیلي رپېده. دا چې مونږ تل د استقلالیت او د نړۍ د هر جابر په وړاندې خنډ وو؛ نو بیا نن زمونږ زغمل هم د دوی لپاره ستونزمنه خبره ده. لایق د خپل ژوندي تاریخ په بیانولو سره د دې وطن اصلي دښمنان هغه ګاونډیان هم و ښودل، چې تل د دوی له دروازې مونږ ته اور را پاشل سوی دی. ده وویل: کله چې پر وطن ناخوالې راغلې، پېښور ته کډوال سوم. دا شعر مې غني خان ته د ده په جونګړه کې په داسې حال کې ووایه، چې غني خان په کټ کې پروت، سخت ناروغه او ډېر کمزوری سوی و. له ډېره خونده یې پر خپلې لور ږغ وکړ چې لورجانې! ریکارډر را وړه او دا شعر ثبت کړه. بیا یې په ما هم دا شعر څو ځله تکرار کړ. په ورستي کې يې راته وویل: لایقه ډېر نامرده يې! کاشکي دې دا شعر په روغ صحت کې راته ویلی وای. ما به یې ځواب در کړی وئ او دا وطن به مو ژغورلی وای…  له ښاغلي لایق څخه مې د ژوندي تاریخ داسې رښتیني واقعیتونه واورېدل، چې د دې وخت په تاریخونو کې مې نه وو لوستي. هغه راته و ویل، چې په دې وطن کې که محکمه پیل سي، لومړی سړی به زه یم، چې حاظر سم. د لایق د شخصیت سیاسي بُعد که پریږدو، د نوموړي ادبي خدمتونه به د پښتو ادب نوی تاریخ او دري ادب ته خدمتونه کله هم هېر نه کړي. لایق یو انقلابی شاعر، د پښتنو او افغانانو خواخوږی او لوی سیاستمدار دی. دا چې د معاصر سیاسي تاریخ ناولي لاسونه يې پر پاکه لمن موښل سوي دي. دا کاذبې ټاپې د نوموړي ملي شخصیت د تاریخ په ګردنو کې نه سي پټولای. د وخت د پردیو سیاسي تبلیغاتي سورناوې یې د حق ملي چیغه نه سي خاموشولای. دا قضاوت به تاریخ کوي، چې څوک دې وطن ته ژمن او څوک يې دښن وو. هو! سلیمان لایق ریښتیا لایق انسان دی.