کور / راپور / د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنيکي معين انجينر سيد احمد شاه سادات د خپلو کاري پرمختګونو يادونه کوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنيکي معين انجينر سيد احمد شاه سادات د خپلو کاري پرمختګونو يادونه کوي

درنو هېواد والو!اسلام عليكم و رحمة الله

مونژ په شفافیت باور لرو او غواړم چه تاسی ته د خپل کاري پرمختگ چه د مخابراتو په برخه کی مو ترسره کړی دي شریک کړم. که په همدغه سرعت پر مخ ولاړ شو نو په سیمه کی به بی ساری مخابراتی سکتور ولرو. 

یو کال وړاندې د لندن څخه د مخابراتو په برخه کې د دوه ماستري ډګریانو او ۱۹ کاله مسلکي تجربو سره کابل ته راغلم او د جلالتماب ولسمشر په حکم د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د تخنیکي معین په حیث وګمارل شوم. او د څلورو میاشتو په تیریدو سره د پخواني وزير محترم عبدالرزاق وحيدي صيب وظیفه تعلیق او پر جاې یی د جمهور رئيس د حکم په اساس د جدي په ۱۵ نیټه د مخابراتو وزارت د سرپرستۍ چارې راوسپارل شوې.

غواړم په دغه لنډه موده کې د خپلو کارونو په اړه تاسی ته وضاحت درکړم. 

زمونږ د سرپرستۍ په دوران کې چې تقریبا ۸ میاشتې یی دوام وکړ پر مهال مو لاندې عمده چارې تر سره کړي: 

۱- د کونړ د نوري فایبر پروژه تکمیل او افتتاح شوه.

۲- د کاپیسا د نوري فایبر پروژه تکمیل او افتتاح شوه. 

۳- د خوست د نوري فایبر پروژه تکمیل، افتتاح او آن تر غلام خان بندره پورې فایبر وغځول شو. 

۴- د کندهار د عینو مینې لس زره لینه ډیجیټل دستګاه تکمیل او افتتاح شوه.

۵- د نوري فايبر د ازاد لاسرسي پاليسي جوړه، اعلان او اوس د تطبيق په حال کې ده. 

۶- د افغان ټیلیکام دانټرنیت بیې مو۲۰ فیصده ټیټې کړې. 

۷- له قرغیزستان څخه مو دقرارداد په اساس د انټرنیت بیې ۵۰٪ ټیټې او ظرفیت مو دوه برابر لوړ کړ، تر څو په تدریجی ډول ځان د پاکستان له انحصاره وباسو.

۸- د واخان د لارې د فایبر غځولو لپاره مو د چین هیواد سره تفاهمنامه اماده او امضا کړه. 

۹- د ډیجیټل کاسا پروژې لپاره مو ټولې پروپوزلونه اماده کړل.

۱۰- اوسنۍ افغان سټ سپوږمکۍ چه په تاوان کی ده، د دغه قرارداد بيا ارزونه مو وکړه او بدیل باندی مو بحث شروع او د حل لاره مو .ولټوله

۱۱- آی ټی ډیپارټمنت ته مو د آزاد رقابت له لارې ۱۵ کارمندان استخدام کړل چه ۱۱ پکې ماسټران او متباقی د لسانس درلودونکی دي.

۱۲- د فایبر نوري د قطع کیدو د مخنیوی لپاره مو د مزار څخه کابل ته د دره صوف او بامیانو دوهمه لار فایبر تکمیل کړ.

۱۳- د وزارت لپاره مو راتلونکی ۵ کلن پلان اماده کړ.

۱۴- د افغان ټیلیکام شرکت د پراختيا او پرمختګ لپاره مو په بديلو طرحو کار وکړ.

‍۱۵- د ۷۰۰۰ هغو مشکوکو لېپ ټاپونو قرارداد چه د وزارت معارف لپاره اخیستل کیدل، مو لغوه او داخلی تفتیش ته مو وړاندی کړل.

۱۶- د ۴ جي لایسنس مو اعلان کړ چې فعلآ دافغان بیسیم شبکه د ۴ جی خدمات وړاندې کوي.

۱۷- یو شمېر هغه انټرنیټي پاڼې چی د افغانستان د ملي ګټو پر ضد فعالیت او تفرقه اچوي بندې کړې. 

۱۸- د ۱۰٪ فیصده مخابراتي مالیې راټولولو لپاره مو طرزالعمل اماده کړ.

۱۹- د ملی امنیت سره مو د همکارۍ لپاره د يوه ځانګړي سستم په جوړولو کې مرسته وکړه چې فعلا کار کوي. 

۲۰- د تشکيلاتي پړسوب او موازي ادارو د مخنيوي په خاطر مو د ای ټي معينيت په عمومي رياست تبديل او د تخنيکي معينيت په چوکاټ کې مو ځای په ځای کړ. همدا راز د وزارت د پراختيايي پروژو څخه د بهتره نظارت لپاره مو د نظارت او ارزيابۍ رياست رامنځته کړ.

۲۱- د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت کې مو ریفورم راوست.

۲۲- د افغان ټیلیکام د تېلو قرارداد مو ارزیابي او په قرارداد کې مو ۵۵ ملیونه افغانۍ چې د تېلو قراردادي شرکت لخوا اضافه اخیستل کیدې بندې کړې.

۲۳- د افغان ټیلیکام ۱۲۸ انتنونه مو د سټلایټ څخه مایکروویف Microwaves ته واړول او جریان لري، چې د خدماتو قیمت او کیفیت کې ښه والی راولي.

۲۴- د افغان تیلیکام انتنونو ۳۱ داسې سایټونه مو معلوم کړل چه فعال نه دي او له تیرو دوه کلونو بوديجه يې اخيستل کېږي، چی د څیړنو لپاره داخلی تفتیش ته ولیژدول شول او د بررسۍ هدایت مو ورته وکړل. 

۲۵- ۴۰ داسې جنتریټرونه مو معلوم کړل چه پیسې یې دوه کاله وړاندې ورکول شوي مګر جنریترونه نه دي راوړل شوي. دا هم داخلی تفتیش ته معرفی شوی.

۲۶- د افغان ټیلیکام ویډیو کال آپشن پیسې دوه کاله پخوا ورکړل شوي او سیستم کی فعاله نه و چه مونږ فعاله کړ. داخلی تفتیش ته معرفی شوی.

۲۷- د مخابراتو په برخه کی د پاکستان له انحصاره د وتلو لپاره مو پر منطقوي ارتباطاتو پلان جوړ او په تطبیق یی کار روان کړ.

۲۸- د افغان سټلایټ دوهمې سپوږمکۍ لپاره مو د هند سره د سټلایت په جوړونه خبرې وکړې. د سارک سټلایټ قرارداد مو امضا ته اماده کړ. چې اوس يې ټرمينل په افغانستان کې فعاليت کوي.

۲۹- د سایبري قانون د جزا کود چې له کلونو په عدلیې وزارت کی بند پاتې و، نهايي کړل. او د سايبري جرمونو په اړه د دغه قانون ۲۸ مادې د افغانستان د جزا کوډ برخه وګرځېدې. چې اوس نافذ دي.

۳۰- د مخترع ځوانانو د تشویق لپاره مو د نړېوال بانک د پروژې د ډیوې پروګرام بېرته پېل او جایزې یی مستحقو ځوانانو ته ورکړې.

۳۱- د هوسا د ۳۰ اپلیکیشنونو جنجالي پروژه مو دوهم ځل تر کار لاندی ونیوله.

۳۲- د الیکترونیکی تذکرو قرارداد مو د جلالتماب ولسمشر د هدایت سره سم له بيا ارزونې وروسته تمديد کړ. 

۳۳- د اترا د ادارې د مستقل کولو لپاره مو طرحه ورکړه. 

۳۴- د پوستي خدماتو د بهتروالي او د کارګو خدماتو لپاره مو د ترکيې له لارې دريمه لار پرانسته.  
او همداسې لسګونه نور کارونه مو سر ته و رسول چې دلته يې يادول مشکل دي. دا په داسې حال کی چې یاد وزارت د ظرفیت له اړخه ضعیف او مات ګوډ په ميراث را پاتې و.

 دا ټول هغه پلانونه او کارونه و چې په نهايي لنډ وخت کې مو تر سره کړل. د هغې ورځې په هيله چې د وزارت د نوې رهبرۍ (محترم اریوبی صاحب) د هداياتو سره سم خلکو ته ارزانه، مسئون او باکيفيته خدمات وړاندې شي او دغه سکتور لا ډېر پرمختګ وکړي. 

والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ د وزارت تخنيکي معين