کور / راپور / د کورنيو چارو وزارت په شمال کي د پوليسو دوو افسرانو ته د ډسپلين نه مراعاتولو سزا اورولې ده

د کورنيو چارو وزارت په شمال کي د پوليسو دوو افسرانو ته د ډسپلين نه مراعاتولو سزا اورولې ده

د کورنيو چارو وزارت وايي په بلخ ولايت کي ئې د ياد وزارت اړوند دوو افسرانو ته ځکه ډيسپليني سزا اورولې ده چي په دې ورستيو کي ئې په غير مسؤولانه توګه د عطاء محمد نور ملاتړ کړی دی.په يادو افسرانو کي يو د بلخ ولايت د عامه نظم د پوليسو افسر حسيب الله قريشي او بل هم د بلخ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري دی.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصيرت رحيمي وايي: دا مسئله په قانوني شکل څارل کيږي.

د رحيمي په خبره ښاعلي قريشي او ښاغلي قادري د يو ځانګړي شخص او د يو خاص سياست ملاتړ کړی دی او د اساسي قانون له مخي هيڅ چارواکی او پوليس نه سي کولای چي د يو سياسي جريان ملاتړ وکړي. نو په همدې اساس داخله وزارت يادو کسانو ته اوس ډيسپليني سزا اورولې ده خو کېدای سي وزارت ئې پر وړاندي نور قانوني اجراءات هم وکړي.

تېره اوونۍ د عطاء محمد نور د استعفاء اعلانولو وروسته چي عطاء نور هم مخالفت ورسره څرګند کړ د بلخ د عامه نظم دپوليسو مشر حسيب الله قريشي او د بلخ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري په څرګنده د عطاء نور ملاتړ وکړ.

ښاغلي قادري په يوه غونډه کي وويل چي د بلخ د پوليسو په استازيتوب د عطاء نور ملاتړ کوي او په دې لار کي د جنرالۍ تر رتبې او خپل اوسني موقف هم تېريږي.

ځيني سرچينو دا هم ويلي چي يادو چارواکو ته د وزارت له خوا ګواښ سوی دی چي د داډول کړنو د تکرار په صورت کي به پر کور کښېنول سي.