کور / اقتصادي / دنورستان مستوفیت له ورکړل شوي هدف څخه ۱۲ میلیونه زیات عواید راټول کړي دي

دنورستان مستوفیت له ورکړل شوي هدف څخه ۱۲ میلیونه زیات عواید راټول کړي دي

دنورستان مستوفیت له ورکړل شوي هدف څخه ۱۲ میلیونه زیات عواید راټول کړي دي دنورستان ولایت مستوفي عبدالغفور نورستاني نن په هغه اونېزه کې چې د نورستان والي ښاغلي حافظ عبدالقیوم په مشري د ولایت په تالار کې تر سره شوه وویل دوي د ۱۳۹۶ هـ ش کال لپاره ۵۲ میلونه افغانې هدف ټاکلي وو خو د یاد مالي کال په تېریدو سره یی عواید له ټاکلي حد څخه ۱۲ میلونه افغانۍ زیات تر لاسه کړي دي د نورستان والي ښاغلي حافظ عبدالقیوم د ولایت د مستوفیت له کارکونکو مننه وکړه چې ټول کارونه یی په خپل وخت اجرا کړي او د اداراتو سره یی په ښه فضا کي چارې پرمخ وړي د نورستان دمستوفیت عواید په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې تر ۳۰ میلیونو افغانیو پورې رسیدل او تر دې وړاندې کلونو کې یی عواید تر دې هم ټيت وو چې اوس مهال یی د عوایدو کچه دتیرو کلونو په پرتله د پام وړ لوړه شوي ده دنورستان والي ښاغلي حافظ زیاته کړه چې په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې زیاتي پروژې سرته رسیدلي او په راتلونکې کال کې به هم د دواب او وایګل ولسوالۍ د اداري دودانیو سربېره نورې پروژې لکه د ښځو چارو ریاست ، دورزش امریت ودانۍ همدارنګه دڅارنوالۍ ، دولایت مقام ، دولایت مهمان خانې جوړولو پروژې د برېښناکوټ فعالیدل او یولړ نورې بېلابېلې پروژې چې په راتلونکې کې به سرته ورسیږي چې له دې سره به عواید په راتلونکو څلورو کلنو کې تر ۱۵۰ میلیون افغانیو پورې لوړ شي په اونېزه کې د ټولګټو ریاست سرپرست ریس ته لار ښوونه وشوه چې د دغه ریاست د وسایطو د ترمیمولو قرار دادي شرکت حاضر کړي او له قانون سره سم خپل قرار داد په خپل وخت سرته ورسوي ځکه په نورستان کې ژمې تر نورو فصلونو زیات سخت وي اوروغو وسایلو ته اړتیا ډیره لیدل کیږي