کور / راپور / اجرایه رییس عبدالله عبدالله : د عطاء محمد نور په ګوښه کولو کي جميعت همږغی وو ي.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله : د عطاء محمد نور په ګوښه کولو کي جميعت همږغی وو ي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن دوشنبه په يو خبري کنفرانس کي وويل:

” ۱۵ ورځې وړاندې مې د عطامحمد نور د استعفا موضوع ومنله. غوره داوه چي د استعفا اعلان  يوه اونۍ وروسته وسي، د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړي هم زموږ سره په دې پرېکړه کي يوه خوله وه. په خپله خوښه یې استعفا وړاندې کړې شرطونه ئې زما کار نه وو. زه اجرايه رییس یم او زما دنده ټولو ته خدمت کول دي، دا چې څه خبرې او څه ژمني سوۍ دا د دوی خپل کار او پخوانۍ مسلې دي.”

د نوموري په وینا ، د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړو چي بلخ ته ئې سفر درلود بايد دا مساله ئې په يوه اونۍ کي هواره کړې وای خو هغوی چې له بلخ څخه راستانه سول، په ليدلوري کي ئې بدلون راغلی وو.

تېره اوونۍ ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي نور استعفاء ومنل او پرځای ئې انجينر داوود د بلخ والي وټاکل سو، خو ددې پرېکړي سره عطانور او د جميعت ځينو غړو مخالفت څرګند کړ.

عطانور وايي دا استعفاء درې مياشتي وړاندي وه او هغه وخت ئې هم د استعفاء لپاره شرطونه لرل چي هغه شرطونه نه دي منل سوي.

عطا نور د جمعیت ګوند اجرایه رییس دی او شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د بلخ والي دی.

په جميعت ګوند کي ښاغلی عبدالله او ډېر نور لوړپوړي چارواکي هم غړيتوب لري.

ښاغلي نور دوه ورځې وړاندې پر اجرایه مشر عبدالله عبدالله کلکې لفظي نیوکې وکړې، د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې له نوموړي ملاتړ خپله تېروتنه وګڼله او ویې ویل، هغه د جمعیت اسلامي ګوند غړو او د احمدشاه مسعود له کورنۍ سره خیانت کړی.

هغه وويل: عبدالله عبدالله ماته غاښونه تېره کړي او بیا یې خبرداری ور کړ چې غاښونه به دې مات کړم.

خو ښاغلی عبدالله د وزیرانو شورا د دوشنبې ورځې په ناسته کې د دغو لفظي نیوکو په ځواب کي وويل: “ځینې ځایونه ئې ویلي چې (په استعفا کې) ۸۰ سلنه زه ملامت یم، خو زما په فکر ټوله ملامتي د استعفا لیک ده. په مصروفيتونو کي مي يوبل  کار زيات سو هغه دا چي د خپلو غاښو اصلاح به کوم.

عبدالله عبدالله سمتي او قومي کرکو ته لمن وهل د افغانانو لپاره زهر وګڼل او له سیاسيونو څخه ‎ وغوښتل چې خپل مسوولیت درک کړي.