کور / علمي / څنګه تخلص ولرو ؟

څنګه تخلص ولرو ؟

پخوا چې علم لږ يا علم ته د خلکو دومره لا س رسی نه و ؛ یوازې هغه خلکو به پر ځانونو تخلصونه کیښودل ، چې په ټولنه کې تر نورو مخکې ، پو ه او منلي وو ، ځکه خو د تخلص په اړه په يوې پيژندنه لولو:

تخلص د خاص نوم له ډولونو هغه نوم دی ، چې د اصلي نوم پسې يې شاعر او لیکوال د ځان لپاره ټاکي .

اوس چې له شاعر او لیکوال ور اخوا نورو خلکو پر  ځانونو تخلصونه ایښي ، ایا تخلص  يې بللی شو ؟

همدا تخلص پء ژوند کومه اغېزه لري ؟

او د تخلص د ايښودلو لپاره کومې ځانګړې لارېشتون لري ؟

د اسلام دین راته د ماشوم په حقونو کې يو حق دا هم ښودلی ، چې باید نړۍ ته نوی راغلی ماشوم باندې ښه نوم کيښودل او تر ټول ښه نومونه ان په حدیثونو کې د عبدالله او عبدالرحمن دي او د روان او سلک د برخې استادان هم دا سپارښتنه کوي چې ښه نوم د انسان پر روان او کړنو سیده اغېزه لري .

دو ی وايې که د چا نوم بدی وي او د کلي يا سیمې خلک يې هم په بدي وربولي یا ورته غږ کوي ، ممکن کله يې څوک د خپل عرض لپاره وراني ته وهڅوي او ورته ووايې چې ته خو هسې هم بدی يې او له بدي يې څه ګیله ؟

طبیعي ده چې د بدي په نامه دا انسان به د خپل نوم څخه د خپل شخصیت لپاره ناوړه ګټنه پورته کړي ؛ خو که پر یو چا بیا د نیکي نوم کیښودل شي ؛ د خپل د نوم د پاتې کیدو په وجه به هم داسې کار ونکړي چې د ټولني لپاره بد وي .

دغه راز تخلص هم کولی شي چې د بدي او نیکي په څېر مو د شخصیت په منفي او مثبتې جوړونې کې برخه واخلي .

زه داسې ډېر خلک پيژنم چې تخلصونه يې راباندې ښه نه لګیېږي ؛ ایښودل شوي تخلصونه يې یا له نامه سره نه جوړیږي او یا يې له شخصیت سره په ټکر کې وي .

سره له دې چې د تخلص د ایښودو لپاره کومې ځانکړې لارې نشته چې له هماغې په استفادې د ځان لپاره تر ې ګټنه واخلو .

ځينې خلک د نسبتي وروستاړو په يو ځای کولو او ورنښلولو سره د خپلې کورنۍ ، قام ، سیمې او ولسوالۍ نومونه د تخلصونو لپاره ټاکي .

بله ډله بیا له مختلفو خپلواکو کلمو څخه یوه يې د خان لپاره د تخلص په توګه ټاکي ؛ خو داسې خلک هم شته چې د هغو خلکو تخلصونه د ځان لپاره غوره کوي ، چې نومونه يې هم سره و رته وي .

تخلص چې د یو چا په پيژندنه کې د هغه د نوم او شخصیت د وسعتپه اندازه راسره مرسته کوي ، باید له نورو رابیل او ځانګړی واو سي .

مونږ که د ملګرو په ډله کې درې تنه په یو نوم ولرو ، د نوم داخیستلو سربېره اړ يو چې د پيژندلو لپاره ، له هغو نورو دوو بیلو نکي نښې هم ووایو .لکه :

هغه د کوز کلي زبیر . هغه د برې کلا د رامداد ماما زوی تسل او نور ..

خو که هم دا هر یو يې تخلص ولري بیا دومره پرپړو ته اړتیا نشته . زبیر خاورې یا تسل ځار …. دلته يې راسره که وخت سپما کړ نو بل مو د ابلاغ په برخه کې پياوړتیا راغله .

هغه خلک چې د خپلې کورنۍ ، قوم ، کلي … نومونه د خپلو تخلصونو لپاره ټاکي ؛ د ځان په پيژندلو کې راسره مرسته کولی شي خو په یوه محدوده کې نه په ټوله هغه ساحه کې مونږ ورسره مخ کیږو . که څوک ننګرهاری وي نو مونږ دا ډول ډېر ننګرهاری لرو او که څوک درانی وي نو دا برخه هم خواره نه ده خو د خپلو ملګرو په نوم لړ کې له بې تخلصه خو به ښه وي .

هغو ي چې د ټولنې د نخبه  او بانفوذه  وګړو تخلصونه د خپل اصلي نوم سره يو ځای کوي ، کومه قانوني تېروتنه نه کوي خو زه يې اخلاقي اوتیروتنه او ټولنیزه سپين سترګي ګڼم .

کله چې داسې تخلصونه اورو او لولو چې د ډېرو خلکو وي ، پوښتنه راسره پيداکیږي چې کوم یو به وي ؟

په تېره هغه ډله خلک چې نومونه او تخلصونه سره يې یو ډول وي .

په کار داده ،چې مخکنیو ته په ځان تر جیح ورکړو ؛ څو په اسانۍ سره مو خلک وپيژني .
بله ډله چې تر اوسه د ځان لپاره تخاص نه لري ، ښه داده چې د لومړی د خپل ژوند او کار له مخې ځانونو ته تخلص وټاکي .

مثلا : که د يو چا نوم الله داد وي ، غواړي تخلص هم ولري نو د خوښ ، راضي او خوشال په څېر کلمې د تخلص لپاره غوره کړي ؛ څکه له یوې خوا به يې د خپل ژوند معنوي اړخ پاللی وي ، چې د الله په وړکړه خوښ ، راضي او یا هم خوشال دی  او له بلې خوا به يې له کلیشه يې او بازاري تخلصونو( هغه تخلصونه چې څوک نوی را زلمی کیږي نو له دې تخلصونو سره به يې حتمي غاړې وهلي او که په ورځ کې نشي نو په اوونۍ دننه دننه يې د تخلصونو له لاسه هم یوه پاڼه ډکېږي . لکه : ارماني ، جکرخو ن ، بې وفا ، عرق و پرق .. ) ځان خلاص کړی وي .

که له نومونو سره مو جوړ څه په نظر نه درځي نو داسې یو نوم دځان لپاره تخلص وټاکئ ، چې پخ پيژندلو سربېره مو د ژوند او کار د ښه کیدا تصور په ژوندي ساتلو کې درسره ونډه واخلي .

که خبره سره راټوله کړو او ووایو چې د تخلص ټاکلو لپاره اړيو چې بیلابیل نومونه راټول او تر پلټنې او پرتلنې ورو سته يې د ځان لپاره تخلصونه وټاکو .