کور / شعر / د سکې دا بل مخ

د سکې دا بل مخ

ليکنه : ماهر احسانزی

ډېرځله د یولیکوال ، شاعر او یا کوم بل چا پر ژوند ، کارونو او هڅو دنورو خلکو او د نظر څښتنانو لیکنې ، خبرې او معلومات ترلاسه کوو ؛ خو خپله هغه خلک چې د يو چا پر ژوند او کړنو راسره خبرې کوي ، نه مطالعه کوو.

هغه خلک چې د نورو خلکو په اړه راسره خبرې کوي ، کیدای شي د هغه چا په اړه راته ډېر څه ووايې ،چې ددوي له دوستانو ، همفکرو یا هم پورتنیو هغو اپوټه وي .

مونږ چې د یو شاعر او لیکوال  د ادبي هڅو په اړه د لومړي ځل لپاره د هغه ښيګڼې یا بدګڼې اورو /لولو ، ممکن د ټول عمر لپاره په بیا په ذهن او دمطالعې په نړۍ کې د ژمن یا هم بې پروا بنیادم په توګه پاتې شي او دا ځکه ، مونږ چې له چا معلومات اخلو ؛ دغه د زموږ د معلوماتو سرچېنه بیا نه لولو ،چې لوستي معلومات او یا دا خبرې چې یو اثر یا لیکوال او شاعر په اړه يې راته کوي ؛ خپله ویوونکي په کوم سبب دغه لاره نیولي ؟

پټه خزانه چې دپښتو ژبې او ادب له لامثاله سترو خزانو يې ګڼو ، قلندر مومند جعلي وګڼله .

قلندر مومند پته خزانه د محمد هوتک ته ،بلکې د شلمې پيړۍ کار او پایله وګنله .

د پټې خزانې د اثبات او رښتیانې لپاره ډېرو په ادب مینو په خپله اورنۍ مینه نه شپه وکتله او نه ورځ خو بلاخره دايې ثابته کړه چې مومند بابا ولې پټه خزانه جعلي وګڼله؟

غفور لیوال په خپل (ادبي یادښتونه )اثر کې لیکي چې قلندر مومند ددې لپاره دا کار وکړ چې هغه وخت کې د مومند صاحب د شاعرانو برخه پکې کمه وه .

مونږ چې اوس د قلندر مومند په څېر د خلکو دغسې ادعاوې ترلاسه کړو ، بې له شکه يې رښتیا ګڼو ؛ ځکه له وړاندې يې په ادب کې ښه نوم خپل کړی ؛خو پدې بلې خبرې پسې يې یا نه ګرځو او یا له بده بخته او کم جراته ښه نه ګنو .

د یو چا د ژوند ، فن او کړنو په اړه مطالعه کول او ځان د هغه له هڅو او کړنو خبرول ، که له یوې خوا پر ځای هڅه ده ، له بلې خوا باید په یاد ولرو ؛ دهمدغه شاعر او لیکوال يا په بله وینا هغه څوک چې په اړه يې معلومات ترلاسه کوو ، ښه ده ، لومړی يې د لیکوال یا معلوماتو د سرچېنې پر ژوند ، نظر او فکر غور وکړو چې معلومات راته له کومې زاويې وړاندې کوي .

د نن دور ټول هغه خلک چې نوي کتابونه ټولنې ته وړاندې کوي ، ولې په هغه چا د خپل اثر لپاره لیکنه کوي ، چې له پخوا ورسره بلد وي ؟

که ځواب دا وي ،چې د نږدې یا بلدو کسانو لیکنې ځکه د اثر لپاره ټاکو ،چې تر نورو خلکو د مولف او اثر د څښتن د ژوند، ستونزو ، مینې او فکر څخه د اثر لیکلو پرمهال ښه خبر دی ؛ نو بیا خو مونږد اثر پرځای ، پر لیکوال خبرې کوواو که داسې نه وي ولې مو کتابونه یا په بله ژبه ادبي هڅې ( خدای پوره انسان نیمګړی) په تول نه خیژي او ټولې لیکنې مو له یوې مخې د ستاینو ، شاباسیو او نوښتونو په یادون را څرخي .

بل اړخ ته هغه څوک چې د یوچا د ژوند د کارونو ټولې منفي خواوې راسره شریکوي ، ولې  دا نه مني چې تجربه د وخت په تیریدو سره په یو کار کې ډېر څه را زده کولی شي ؟

پر دې څنګه سترګې پټوي ، انسان چې تل له نورو د مخکې کیدو عریضې پسې را خیستی ؛ ولې يې له کاره زړه ور تور کړو ؟

ښکاري خو داچې ؛ خلک د خپلو دو ستانو د خوشالولو لپاره ، د هغوی مثبت ټکي را خلي او دمخالفو لور د ټکولو لپاره د هغوی هماغه په شمار څو وړې یا نه ارادې تیروتنې ښکته پورته کوي او جلال امرخیل خبره :

زما یو د کېنې لفظ لکه اور خپور شو

زما مينه چا سره معلومه نه شو ه

که غواړو د یو چا د ژوند ، فن او ادبي هڅو او په خپله برخه کې له نوښتونو ، ښو بدو ټکو او خواو په اړه لا ښه وپوهېږو ؛ بایده ده ، چې هغه څوک مطالعه کړو چې د زمونږ د معلوماتو سرچېنه جوړېږي او که نه  د پټې خزانې ټوکه به راسره وشي .