کور / علمي / زما لپاره فرشته یې، مورې خوږې مورې!

زما لپاره فرشته یې، مورې خوږې مورې!

 لیکوال: حضرت عثمان نوري

غږ چـی راته وکړې راژوندی شـمه
مـور
ې د اوازنه دې لوګی شــمه

پورته بېت د پوره کمال نه ډک کلام دی، ځکه د مور غېږ د ژوند د پېل لومړۍ زانګو ده چې دغه ژوند په ماشومتوب پېل او په زرښت (بوډاتوب) پای ته رسي. د مور غېږ د نړۍ د سپېڅلې او ریښتونې عاطفې سرچینه ده.

مور د ژوند هغه  هستي ده، چې د ستاېلو لپاره یې له ما سره الفاظ نشته، ځکه مور د ژوند هغه ستره ډالۍ ده چې که یو ځل یې له لاسه ورکړئ، بیا یې لاسته نشئ راوړلی. په دې نړۍ کې یواځینی مینه چې ریښتونې ده، هغه د مور مینه ده چې له خپل اولاد سره یې کوي. که د مور د مینې پوښتنه له بې میندو نه وپوښتئ، بیا به مو سرونه په ښې لېوالتیا او افسوس درخلاص کړي.

مور د غم پر وخت کې ډاډګیرنه، د ستونزو په وخت کې هیله او د کمزورتیا په وخت کې د پیاوړتیا ورکوونکې ده. مور د مینې، مهربانۍ، خواخوږۍ او د بښنې ستره منبع ده. هغه څوک چې خپله مور له لاسه ورکوي، هغوی په حقیقت کې هغه سپیڅلی روح له لاسه ورکوي چې تل دوی ته دعاء کوي او د دوی ساتونکي وي.
ددې لېکنې لوستونکو! په هغه موقف کې چې تاسو نن یاست، او یا چې په راتلونکي کې له تاسو شخصیت جوړیږي، دا پرتاسو ستاسو د مور احسان دی. 

مشران وايي: د مور لپاره هر څوک پرېږده، خو د هرچا لپاره مور مه پرېږده؛ ځکه چې کله مور ژاړي نو په فرښتې هم په ژړا شي.

 مور هغه څوک ده چې په زړه کې ټول دردونه پټوي، خو اولادونو ته یې نه ښايي، څو خواشینی او فکر یې خراب نه شي.  
د مور او پلار احترام دوه ګټې لري. لومړی یې دنیاوي ګټه دا ده چې له هر ډول غم او آفت نه به په دونیا کې خلاصون مومې او دوهم اخروي ګټه یې دا ده چې د مور او پلار په احترام او رضایت د الله (ج) رضایت ترلاسه کولی شئ.

د یوې غوره وېنا مطلب دی چې مور ته مې وویل: که جنت ستا دی، نو ولې دې د پښو لاندې دی؟ هغې راته وویل: هغه مې په ځمکه کېښود چې تا په غېږ کې واخلم.

مور د ژوند هغه هستي ده چې د ماشوم هغه خبرې چې یو کوچنی یي نشی بیانولی یواځې یوه مور ده چې پرې پوهیږي.

درنو لوستونکو! که خپل والدېن (مېندې او پلرونه) مو له لاسه نه وي ورکړي، هیله ده زرین چانس له لاسه ورنه کړئ؛ د هغوېو ډېر قدر او عزت وکړئ.