کور / راپور / کندهار ښاروالۍ ښاريانو ته خدمات برابروي

کندهار ښاروالۍ ښاريانو ته خدمات برابروي

کندهارښاروالۍ دمتوازن انکشاف پراسا س دښار په پنځلسوناحیوکښي ښاریانوته ښاري خدمات برابروي .دکندهارښاروالۍ دسکټوري امریت امرحسن الله اجواد اود عامه اړیکومسؤل انجنیر زمری څرګند دښاروالۍ لخوا درغنیزو پروژو څخه دلیدني په لړ کښي دښار دظاهر شاهي کانال په دواړو برخوکښي دنوی جوړېدونکي استېنادي دېوال او دسرسبزۍ دچارو څخه لیدنه وکړه.

چي پرمهال یي ددې پروژو څخه دلیدني په برخه کښي دکیفیت دښه والي په موخه ورته لازمي سپارښتني وسوې .

کندهارښاروالۍ چي دنورو رغنیزو پروژو په لړکښي دپاک اوزرغون ښار دپروګرام په اساس غواړي دښار دظاهر شاهي کانال چي په څوناحیوکښي تیریږی په دواړو خواوکښي د دوه لکه څلویشت زره امریکایي ډالرو په لګښت استېنادي دېوال جوړکړي چي تمویل یي دجهاني بانګ او کندهارښاروالۍ څخه دی او هم یوه بله پروژه چي دظاهرشاهي کانال دواړو خواو ته اوهم ددې کانال په حریم کښي به ۱۲۰۰۰نیالګي دهمدې کانال دسرسبزه کولو او دهمدې ناحیو خلګوته دبهتره ښاري خدمتونو دبرابرولو په موخه کښېنول سي یادي پروژې په اساسي اوتخنیکي توګه سره راپيل کړي دي .

د۷،۵ کېلومتره په اوږدوالي یاداستېنادي دېوال اود۱۲۰۰۰زره نیالګیو په شمیر کوم چي دظاهر شاهي کانال په دواړو برخواوحریم کښي ایښودل کیږي پرمهال یي زیات شمیر خلګوته دکارکولو زمینه هم برابره سوې ده او کندهارښاریان ددې پروژو څخه هم خوشبینه دي .

داپه داسي حال کښي ده کوم چي کندهارښآروالۍ غواړی دمتوازن او منظم انکشاف پراساس دښارپه پنځلسوناحیوکښي دماسټرپلان سره سم کندهارښاریانوته ښاري خدمات برابرکړي .