کور / راپور / عطاء نور يو ځل بيا پر عبدالله عبدالله سختي نيوکي وکړې

عطاء نور يو ځل بيا پر عبدالله عبدالله سختي نيوکي وکړې

عطامحمد نور یو ځل بیا عبدالله عبدالله په کلکو ټکو په خیانت تورن کړچهارشنبه،۶،مرغومې،۱۳۹۶

عطامحمد نور يو وار بيا پر خپل دريځ ټينګار وکړ او ګواښ يې وکړ، چې د خپلو پلويانو په ملاتړ به له ځان دفاع کوي.

نوموړي چې پرون سې شنبه یې له خپلو پلویانو سره په بلخ ولایت کې غونډه درلودله وویل، چې عبدالله عبدالله د نوموړي د خبرو په مقابل کې کې هیڅ هم و نه ویل، خو که عبدالله خوله وښوروله نو دی ډېرې خبرې ویلو ته لري.

ښاغلي نور څو ورځې وړاندې د خپلې استعفا په اړه چې د ولسمشر غني له خوا منظوره شوې وه، په غبرګون ویلي و، چې یاده استعفا منتفي او هیڅوک نشي کولی چې دی له خپل مقام څخه ګوښه کړي.

نوموړي په خپلو څرګندو کې ویلي و، چې ډاکټر عبدالله د جمعیت ګوند پر وړاندې توطیه جوړونکی دی او نشي کولی له دغه ګوند څخه نماینده ګي وکړي.