کور / راپور / يونيسف له پوهني وزارت سره د شاوخوا ۴۸ ميليون ډالرو په ارزښت مرسته وکړه

يونيسف له پوهني وزارت سره د شاوخوا ۴۸ ميليون ډالرو په ارزښت مرسته وکړه

د افغانستان د پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) ترمنځ د نژدې ۴۸ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستو او همکاریو یو هوکړه لیک نن شنبه (مرغومي ۹) د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک شو. د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد ابراهیم شینواري د یاد تړون د لاسلیک پرمهال وویل، چې یونیسف دغه مرسته د ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کلونو لپاره د پوهنې وزارت د څو عمده برخو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه کړې ده. ښاغلي شینواري زیاته کړه، چې دا مرسته له پوهنې وزارت سره د پالیسیو او ستراتیژیو د جوړولو، د ظرفیتونو د لوړولو، د ښوونیز نصاب د پراختیا او باکیفیته زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي په موخه شوې ده.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل، ددغې مرستې پرمټ به پوهنې وزارت د نجونو د زده کړو، له ښوونځي د بهر ماشومانو، د ژر زده کړې او د راپور ورکولو او ښوونیز نظارت په برخه کې علمي پالیسیو او ستراتیژیو ته پراختیا ورکړي. دغه راز به د ښوونیز نصاب په برخه کې د درسي پروګرام د چارچوکاټ بیاکتنه، د لومړي ټولګي ډ ټولو مضامینو د درسي پروګرام او د ژر زده کړو پروګرام پیاوړتیا او پراختیا هم ددې پروګرام یوه برخه ده.

ښاغلي شینواري یادونه وکړه، چې په دغه پروګرام کې باکیفیته زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي په برخه کې د ټولنیز خوځښت د ۱۰ زره غړیو د ظرفیتونو لوړول، له ښوونځي د وړاندې زده کړو د ۱۰۰۰ بابه ټولګیو جوړول، د محلي او چټکو زده کړو د ۷ زره ټولګیو جوړول، د محلي زده کړو ټولګیو د ۷ زره ښوونکو روزل، د ۱۵۰۰ ښځینه ښوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو برابرول، له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د یو میلیون زده کوونکو لپاره د درسي موادو برابرول او د هغو ښوونځيو د ۱۲۰ زره نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره د دوامداره او باکیفیته ښوونیزو فرصتونو برابرول، چې تر بېړنیو شرایطو لاندې وي، هم شامل دي.

په افغانستان کې د یونیسف موسسې مشرې ادیل خُدر له پوهنې وزارت سره د شوې مرستې له امله خوښي وښوده او دا یې د افغانستان د پوهنې نظام په پیاوړتیا او پراختیا کې یو مهم ګام وباله. هغې د پوهنې وزارت د لاسته راوړونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې له دې وزارت سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې ددغو مرستو پر مټ به پوهنې وزارت د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو په ترڅ کې وکولای شي، چې د ستراتیژیو، پلان جوړولو، همغږۍ او مدیریت او ښوونیز نظارت په برخه کې ظرفیتونه لوړ او زده کوونکو په ځانګړي ډول نجونو ته د متوازنو او باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي. دغه راز به د ښوونې او روزنې مسوولین، کورنۍ او ټولنې پردې وتوانېږي، چې نجونو او هلکانو ته د لومړنیو او منځنیو زده کړو زمینه هم برابره کړي