کور / راپور / ايراني چارواکو لاريون کونکو ته خبرداری ورکړی دی

ايراني چارواکو لاريون کونکو ته خبرداری ورکړی دی

د ايران د کورني امنيت قومندان جنرال حسين اشتري ويلي چي د هيواد په بېلابېلو سيمو کي ئې پوليسو ته امر کړی دی چي د هغه چا پر ضد له توند چلنده کار واخلي چي عامه ځايونو ته زيان رسوي او کورنۍ امنيت د خطر سره مخ کوي.

اشتري زياته کړه پوليس به هيچا ته اجازه ورنه کړي چي د ايرانيانو امنيت ته ګواښ پېښ کړي، دده په خبره په ايران کي روان لاريونونه د دښمنانو توطيه ده.

بل اړخ ته د ايران د بهرنيو چارو وزير په خپل ټويټرپاڼه کي ويلي دي چي په ايران کي امن او ثبات د هيواد پر خلګو ولاړ دي، نه داسي لکه د سيمي هغه هيوادونه چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورنژدې دي او ولسونه ئې د خپلو غوښتنو لپاره د ږغ اوچتولو او اعتراض حق نه لري. ظريف زياتوي چي ايرانی اولس به د خپلو لاسته راوړو حقونو ساتنه وکړي خو په داخل کي ګډوډيو او بې ثباتۍ ته اجازه ورنه کړي.

دا څرګندوي په داسي وخت کي کيږي چي د ايران په پلازمېنه تهران او يو شمېر ښارونو کي له څو ورځو راهيسته لاريونونه روان دي، په دې لاريونونو کي تر اوسه ۲۲ تنه وژل سوي دي. د ايراني ټلويزون په وينا ځينو لاريونيانو سره وسلې هم سته.

د ايران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري لاريون کونکو ته ګواښ کړی چي د لارينونو دا ډول دوام به بدي پايلي ولري، دده په وينا امنيتي او قضايي ارګانونه به د فساد کونکو پر ضد جدي اقدام وکړي.

د ايران د ملي امنيت په وينا ځيني لاريون کونکي چي په ګډوډيو تورن دي نيول سوي دي.

د تهران مرستيال والي په وينا په په تېرو دريو ورځو کي په تهران کي تر ۴۵۰ ډېر او په سلګونو نور په بېلابېلو ښارونو کي نيول سوي دي.

د لويي څارنوالۍ د يو چارواکي په وينا په نيول سويو کسانو کي کېدای سي ځيني ئې د مرګ د سزا سره هم مخ سي.