کور / راپور / د میدان وردګو او غزنې ولایتونو وارداتي برښنا رسما پرانیستل سوه

د میدان وردګو او غزنې ولایتونو وارداتي برښنا رسما پرانیستل سوه

نن د کابل د چمتلا په سیمه کي د میدان وردګو او غزني ولایتونو وارداتي برښنا رسما د ولسمشر ډاکټر اشرف غني له خوا په داسې حال کې پرانیستل شوه چې د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني، او د غزني والي عبدالکریم متین ملګرتيا کولهپه دې مراسمو کې د اوبو او برښنا وزیر علي احمد عثماني، د برښنا شرکت رئیس، د اقتصاد وزیر د میدان وردګو او غزني ولایتونو د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو هم ګډون درلود.

۲۲۰ کیلو واټه وارداتي برښنا چې له کابل څخه میدان وردګو او غزني ولایتونو سره وصل شوه میدان وردګو ولایت ته به ۲۰ کیلو واټه برښنا چې په سید اباد ولسوالۍ کې ورته سب ستیشن جوړ شوی ورکړل شوه.

دغه راز د برښنا شرکت رئیس وویل چې په اول قدم کې د ۱۳۹۷ کال تر پایه پورې د سید اباد ولسوالۍ لس زره کورنیو ته برښنا وویشل شي.

چې د دې لویې ملي پروژې ګټې اخیستنې سره د میدان وردګو ولایت والي ښاغلي زماني د دې ولایت ټولو ولسونو ته د زړه له کومې مبارکي وایي او برښنا شتون یې د کرنې، صنعت، پوهنې او پرمختګ لپاره یو بنسټیز اقدام و باله او له مرکزي حکومت څخه یې و غوښتل ترڅو په دې ولایت کې د شته بندونو جوړلو ته هم جدي پاملرنه وکړي ترڅو دغه ولایت له وارداتي برښنا پر ځای له تولیدي برښنا څخه برخمن شي.

همدارنګه ښاغلي زماني د دې ولایت ټولو ولسونو څخه د زړه له کومې مننه وکړه چې د ملي او انکشافي پروژو له پلې کیدو څخه ملاتړ کوي .