کور / راپور / د کندهار امنيه قومندان :  بې سرپناه کډوالو ته امکانات برابروو

د کندهار امنيه قومندان :  بې سرپناه کډوالو ته امکانات برابروو

افغان کډوالو ته د پاکستان تر خبرداري وروسته د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق بې سرپناه کډوالو ته د امکاناتو برابرولو تياری څرګند کړی دی.د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون کي ویلي، چي افغانان په خپله خاوره کي اوسیږي او څوک يې د ایستلو توان نه لري.

پاکستان د امریکا د ولسمشر د وروستيو څرګندونو په غبرګونو کي نن سلګونه زرو افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت وکړ چي خپل هیواد ته ستانه سي.

خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي افغانان په کوئټه، چمن، سرخ آباد او د پښتونستان په اړوندو سیمه کي اوسیږي او دا خاوره د افغانانو ده.

هغه دا هم وويل هغه افغانان چي د پښتونستان په اړونده سیمو کي په کېمپونو کي اوسيږي، کندهار ته د راتګ سره ټول امکانات ورته برابروي.

دده په وینا، چي له سوداګرو سره يې په دې اړه خبري کړي او هم خپله هغوی ته د سرپناه، خوراکي او غير خوراکي توکو زمينه برابروي.