کور / راپور / د افغان ماشومي قاتل اعدام سو

د افغان ماشومي قاتل اعدام سو

نن په ايران کي هغه کس اعدام سو چي په ۲۰۱۶ کال کي ئې په تهران کي شپږ کلنه افغانه انجلۍ ستايش قريشي وژلې وه.
امير حسين دوه کاله وړاندي په تهران کي پر يوې افغان ماشومي هغه وخت لومړی جنسي تېری وکړ او وروسته ئې ووژل کله چي هغه د آيسکريم رانيولو لپاره له کوره راوتلې وه.

د امير حسين دې کړني پر خواله رسنيو د خلګو سخت غبرګونونه راوپارول او مجرم ته ئې د سختي سزا غوښتنه کول.

په تهران کي د ايران ستري محکمې کال وړاندي نوموړي ته د مرګ سزا واورول او نن په زندان کي په دار وځړول سو.