کور / راپور / په هرات کي د طالبانو په نامه اعلاميه خپره سوې چي دطالب مشر ملاهيبت الله سره ئې پرېکون اعلان کړی دی

په هرات کي د طالبانو په نامه اعلاميه خپره سوې چي دطالب مشر ملاهيبت الله سره ئې پرېکون اعلان کړی دی

په لوېديځ هرات ولايت کي د وسلوالو طالبانو د وژل سوي مشر ملا اختر محمد منصور په پلوی يوې ډلي اعلاميه خپره کړې ده چي پکې  د طالبانو د اوسني مشر ملا هيب الله مخالفت ئې پکي څرګند کړی دی، په اعلاميه کي ويل سوي چي ملاهيبت الله د طالبانو په ليکو کي د نفاق او اختلافاتو تخمونه شيندي .

دا اعلاميه  چي تازه د هرات په پنځلسو ولسواليو او همدا راز د فراه ولايت په ځينو سيمو کي خپره سوې ده له نورو وسلوالو طالبانو څخه ئې  غوښتنه کړې چې د ملاهيبت الله  په مشرتوب ونه مني.

د اعلاميې په خبره  ملاهيبت الله هره پرېکړه د قومي او سمتي تعصب پر اساس کوي، ددوی په وينا همدا لامل دی چي طالبان په ډېرو پلانونو کي د ماتي سره مخ سوي دي، په اعلاميه کي راغلي چي دملاهيبت الله د مشرۍ په دوره کي طالبان د خپلو پلانو په عملي کولو کي پاتي راغلي دي او همداراز په کوئټه او د پولي ها غاړي نورو سيمو کي د طالبانو ډېری غړي د همده د مشرۍ په دوره کي د پاکستاني استخباراتو لخوا نيول سوي او يا هم وژل سوي دي.

اعلاميه چي د ملااخترمحمد منصور د پلويانو په نامه خپره سوې دا غوښتنه پکي سوې چي ملاهيبت الله بايد د طالبانو له مشرۍ چوکۍ څخه لاس پر سر سي.

افغان حکومت لا تراوسه په دې هکله غوڅ دريځ نه دی په ډاګه کړی خو د چارواکو په وينا په دې هکله  مالومات راغونډوي.

که جوته سي چي ياده اعلاميه د وسلوالو طالبانو د يوې ډلي لخوا خپره سوې ده نو دا به د طالبانو په ليکه کي دوهم درځ وي چي رامنځ ته کېږي. وړاندي هم د  په فراه ولايت کي د ملامحمد رسول په مشرۍ يوه ډله له طالبانو بېله سوه او د هماغه وخت د طالب مشر ملا اختر محمد منصور پر ضد ئې دريځ خپل کړ ، دا ډله اوس هم په فراه ولايت کي فعاليت کوي.