کور / علمي / په کائناتو کي څومره ستوري سته؟

په کائناتو کي څومره ستوري سته؟

يوه پوښتنه چي کله ناکله ئې ماشومان  هم کوي،  په دې پراخه کائنا کي څومره ستوري دي؟

خو ددې پوښتني ځواب زموږ تر فکر ډېر لوړ دی.
که ددې پوښتني ساده ځواب ورکړو چي په کائناتو کي سل زره مليارده مليارده ستوري دي خو په اصل کي موږ د اصلي شمېرې غټه برخه خطا کړې ده، کېدای سي د ستورو شمېر له دې تخميني شمېرې څخه په سلونو ځلي ډېر او لږ وي.
که په کائناتو کي د ستورو د دقيق شمېر مالومولو يو انځور وړاندي کوونو په ځمکه کي د شته ريګونو د دانو شمېر ئې ښه بېلګه کېدای سي.
خو که غواړو نور هم د ستورو شمېر دقيق کړو نو لومړی بايد موږ ته د عددونو مجموعې په دقيق ډول رامالومي وي، د ستورټليزو( کهکشانونو) شمېر او په هر ستورټليز کي د ستورو شمېر بايد ځان ته مالوم کړو.
خو دا شمېر مالومول ګران کار دی چي په کائناتو کي په څومره اندازه ستورټليزونه دي، موږ ته يواځي دهغه کهکشانونو شمېر مالوم دی چي موږ ته رانږدې دي، خو په ليرو کهکشانو کي موږ د هر ستوري نه سو ليدلای او نه د هر ستوري رڼا له بل ستوري له رڼا څخه بېلولای سو ترڅو په هماغه کهکشان کي د شته ستورو شمېر رامالوم سي. ځکه نو ساينسپوهانو د کهکشان څخه په ټوليز شکل د رڼا خپريدلو پر اساس په هماغه کهکشان کي د شته ستورو د شمېر اټکل کوي.
خو دا طريقه هم د ستونزي سره مخ ده ځکه په ليرو کهکشانونو کي يو ستوری چي زموږ له لمر څخه ئې کتله لس ځله غټه وي زموږ له لمر د رڼا په پرتله درې زره چنده ډېره رڼا خپروي، په همدې اساس څرنګه چي د ستورو کتلې يوله بله توپير لري نو له ستورټليز( کهکشان) څخه خپرېدونکې رڼا زموږ سره د ستورو په شمېر کي مرسته نه سي کولای.
نوي څيړني ښيي چي په رتيلا نومي کهکشان کي چي زموږ څخه ۱۷۰ زره  نوري کاله ليري دی د ستورو شمېر ئې ۳۰% تر هغه زيات دی چي وړاندي ئې موږ وړاندوينه کړې وه.

که د علمي اړخ‍ه ‍د ستورو شمېر ډېر مهم نه دی خو سترو ستورو شمېر پر کائناتو تاثير او اغېز لرلای سي، ځکه غټ ستوري د کوچنيو ستورو په پرتله شا وخوا زر ځله لږ ژوند کوي او په يوې غټي چاودنه کي ژوند له لاسه ورکوي، چي همدا وژنه ئې په فضا کي ځيني عناصر لکه کاربون، اکسېجن، اوسپنه او کلسيوم شيندي.

همدا ډول د غټو ستورو په له منځه تللو غټ تور سوري (Black holes ( رامنځ ته کېږي، چي د ساينسپوهانو په ژبه په فضا کي دوه اړخيز تور سوري ورته وايي.