کور / هراړخیز / د نړۍ لس امن لرونکي او لس خطرناکه هيوادونه کوم دي؟

د نړۍ لس امن لرونکي او لس خطرناکه هيوادونه کوم دي؟

د اقتصاد او سولي انسټيوټ د سروې له مخي په پرله پسې توګه د دوهم کال لپاره ايسلنډ هيواد د نړۍ تر ټولو امن او سوريه ترټولو نا امنه هيوادونه بلل سوي دي. په دې څېړنه کې ۲۴ بېلابېل معيارونه په نظر کي نيول سوي دي چي د وژنو، ټروريزم، جرمي پېښو او پوځي مصارف ئې عمده معيارونه دي، خو ټول معيارونه د نړيوالي سولي(GPI) ترنامه لاندي ځای پرځای سوي.

وړاندي سوريه د ۱۶۲ هيوادونو په منځ کي د امن سيمو په ۸۸ نمبر کي ځای لاره، خو د کورنۍ جګړې په را پيلېدا او د اسلامي دولت په رامنځ ته کېدو سره ياد هيواد د نا امنه هيوادو په کتار کي لومړي مقام ته را ټيټ سو.

په نړۍ کي نا امنه لس هيوادونه : 1- سوريا 2- جنوبي سوډان 3- عراق 4- افغانستان 5- سوماليا 6- يمن 7- د منځنۍ افريقا جمهوريت 8- اوكراين 9- سوډان 10- ليبيا.

په دې سروې کي پاکستان، دکانګو ديموکرات جمهوريت او شمالي کوريا له لسو ناامنه هيوادو له کتاره وتلي دي او ځای ئې اوکراين، يمن او ليبيا ته پرې اېښی دی چي درې واړه هيوادونه د حکومت ضد حرکتونو سره مخ دي.

برعکس ايسلنډ په بهرنۍ او کورنۍ کچه د نړۍ په ترټولو ټيټه کچه د کرکېچ سره مخ سوی هيواد د، په همدې اساس ئې په نړۍ کي د دوهم پرلپسې کال لپاره په لومړۍ درجه د امن هيواد مقام کي ځان ساتلی دی.

ايسلنډ د نړۍ په لږو (په ناټو غړو هيوادونو کي لومړنۍ) داسي هيوادونو کي شمېرل کيږي چي نظامي پوځ نه لري، همدا او دې ته ورته نور عوامل دي چي ايسلنډ د سولي 1.192 درجې ته زرسېدلی دی.

په دې سروې کي څلور هيوادونه داسي دي چي د تېر کال مقامونه ئې ساتلي دي او په ياد ليست کي د اسټراليا او فنلنډ هيوادو ځای دوو نورو هيوادونو پرتګال او سلوفينيا نيولی دی.

د نړۍ لس امن هيوادونه : 1- ايسلنډ 2- ډنمارک 3- اسټريا 4- نيو زيلنډ 5- پرتګال 6- د چک جمهوريت 7- سويس 8- کاناډا 9- جاپان 10- سلوانيا